جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۷:۴۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

بشري حقونو شورا ته د افغانستان راپور څخه د دفاع پلاوي غړو ناسته

بشري حقونو شورا ته د افغانستان راپور څخه د دفاع پلاوي غړو ناسته

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان په مشرۍ او د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د عالي شورا د کمیشنر دفتر په همکارۍ د ملګرو ملتونو سازمان بشري حقونو شورا ته د راپور دفاع له څرنګوالي سره د افغانستان د دفاع پلاوي د غړو آشنا کولو ناسته جوړه شوه.

د نړیوالې پړاویزې کتنې او مرور د دریم پړاو راپور د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۲۰ مه د ملګرو ملتونو سازمان بشري حقونو شورا ته د ا.ا. جمهوري دولت  لخوا وړاندې شوئ دئ.

ټاکل شوې ده دولتي لوړپوړۍ پلاوۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په مشرۍ د ۲۰۱۹ میلادی د جنورۍ په ۲۱ نېټه د افغانستان راپور څخه دفاع لپاره جینوا ته ولاړ شي.

Read 58 times

Last modified on سه‌شنبه, 18/10/1397

Go to top