جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۸:۳۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت د لومړني مېلمستون پرانېسته

د بهرنیو چارو وزارت د لومړني مېلمستون پرانېسته

کابل -  د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني او په کابل کې د چین د خلکو جمهوریت سفیر ښاغلي لیو جنسانګ، نن په رسمي ډول د بهرنیو چارو وزارت لومړنۍ مېلمستون پرانېست.

ښاغلي رباني، د روان لمریز لېږدیز کال د غويي میاشتې په لومړۍ ورځ، په یو زرو اوه سوه اویا متر مربع  مساحت ځمکه کې د دې مېلمستون د بنسټ ډبره چې شپږ سوه متر مربع ېې د مجهزې تاکوي په درلودلو سره د دوه پوړیزې ودانۍ تعمیرولو لپاره ځانګړې شوې وه، کېښوده. د دې مېلمستون وداني، د چین هېواد په مرسته او د یوملیون درې سوه اوه څلوېښت زره امریکايي ډالرو په لګښت، بهرنیو لوړ پوړو مېلمنو څخه د پذیرایۍ اوکوربتوب پخاطر، د اتو میاشتو په موده کې ورغول شوه او دا د بهرنیو چارو وزارت لومړنۍ اختصاصي مېلمستون  دَی.

Read 112 times
Go to top