جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷، ۰۹:۲۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د رکا د سفیرانو د لومړۍ ناستې دایرول او د رکا د څېړنې او ارزونې مرکز پرانېسته

د رکا د سفیرانو د لومړۍ ناستې دایرول او د رکا د څېړنې او ارزونې مرکز پرانېسته

کابل – په ۲۰۱۹ کال کې د  رکا د سفیرانو د همغږۍ لومړۍ ناسته  او د  رکا د څېړنې او ارزونې مرکز د پرانېستلو مراسم،  د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو په وزارت کې د هېواد د بهرنیو چارووزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د دولتي چارواکو او په کابل کې د  بهرنیو سفیرانو  په ګډون،  دایر شول.

بهرنیو چارو وزیر د سیمې هېوادونو له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې، سیمه ایزی همکاري غوره او مهمې وبللې، او افغانستان ېې د سیمې د اتصال او نښلېدا نقطه وبلله  او زیات ېې کړه: سیمه ایزې همکارۍ د ورځ تر بلې زیاتیدونکې ټیکاو او  اقتصادي ودې لامل ګرځي.

د دې وزارت د اقتصادي همکاریو معینې آغلې عادله راز هم، د سیمه ایزو همکاریو په اډانه کې د ۲۰۱۸ کال لاسته راوړنو څخه چې په بیلابیلو برخو کې ترسره شوي دي، یادونه وکړه، د بیلګې په ډول په انرژۍ برخه کې ېې د تاپی پروژي، ترانسپورټ په برخه کې ېې د چا بهار او لاجوردو  او.. څخه یادونه وکړه.

د یادولو وړ ده چې افغانستان په اړه سیمه ایزو اقتصادي همکاریو ناسته یا رکا په ۲۰۰۵ کال کې تاسیس او د انرژۍ، ترانسپورټ، د سوداګرۍ او ترانزیټ تسهیلولو، ارتباطاتو، غړو هېوادونو حصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو او د کارګرانو اعزامولو  په برخو کې فعالیت لري. د دې موخې په اډانه کې د دې مرکز د جوړولو طرحه د ۲۰۱۷ ز. د نوامبر په میاشت کې د دې وزارت لخوا  د رکا د وزیرانو په اوومه ناسته کې وړاندې شوه  او تائید وړ وګرځېده. د دې مرکز د جوړولو موخه د څېړنې ظرفیت لوړول، د څېړنیزو همکاریو پراختیا، د پالیسۍ پرمختیا سره مرسته او په سیمه کې د پانګونې له ودې څخه عبارت دی.

ټاکل شوې ده د رکا د بهرنیو چارو وزیرانو اتمه ناسته د روان کال په دویمه نیمایۍ کې د اوزبیکستان په کوربتوب په تاشکند کې دایره شي.

Read 102 times
Go to top