چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۸، ۱۱:۲۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د اسلامي همکارۍ سازمان له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

د اسلامي همکارۍ سازمان له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه
د اسلامي همکارۍ سازمان له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د اسلامي همکارۍ سازمان له سفیر ښاغلي حسین آوني بوتسالي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي بوتسالي د تېرو کلونو په اوږدو کې د دغه سازمان د لاسته راوړنو په اړه مالومات وړاندې کړل.

دواړو خواوو د لاسته راوړنو څخه خوښې وښوده او زیاته يې کړه چې پدې برخه کې باید لا ډېر کار ترسره شي.

دوی همداراز په افغانستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان لخوا د وړاندیز شوې پوهنتون د تآسیس په اړه خبرې وکړې او د دغه سازمان په اداري اړتیاوو يې له یو بل سره يې خپل نظرونه شریک کړل.

ښاغلي ادریس زمان د کابل بهیر درېمې ناستې په اړه د مالوماتو وړاندې کولو ترڅنګ زیاته کړه چې د یادې ناستې له ترسره کولو څخه مخکې به د اسلامي همکارۍ سازمان سره سلامشورې وشي.

 

Read 292 times
Go to top