وروستي خبرونه (697)
د چین سفیر سره د بهرنیو چارو د سیاسي معین لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان په کابل کې د چین د خلکو جمهوریت سفیر ښاغلي لیو جنسانګ سره ولېدل.
دواړو لورو د سولې خبرو اترو، طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد د ناستو اوم پړاو، د دوه اړخیزو اړیکو، امریکا، چین او روسېې ترمنځ د راتلونکې درې اړخیزه ناستې او د جمهوری ریاست په راتلونکو ټاکنو باندې خبرې وکړې.
د آلمان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان، په کابل کې د آلمان فدرال جمهوریت سفیر ښاغلي پېترپروګل سره ولیدل.
دواړو لورو د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو، د سولې په خبرو اترو کې د آلمان د رول، طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد د ناستو د اوم پړاو او دغه راز د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو بحث وکړ.
د عربي متحده اماراتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د عربي متحده اماراتو سفیر ښاغلي عیسی سالم محمدالظاهري سره ولېدل.
ښاغلي رباني، عربي متحده امارات د افغانستان ډېر ښه دوست وباله او په افغانستان کې ېې سولې لپاره د دې هېواد له هلو ځلو څخه قدر داني وکړه. بهرنیو چارو وزیر عربي متحده اماراتو ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د وروستي سفرد لاسته راوړنو په یادولو سره، د دوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ګډې همکارۍ دویمې ناستې په تړاو چې ټاکل شوې وه د تېر کال په اکتوبر کې ترسره شي وویل، او هيله ېې څرګنده کړه چې دا ناسته دې په نږدې راتلونکې کې دایره شي.
ښاغلي الظاهری هم افغانستان سره د خپل هېواد پر همیشنیو همکاریو تاکید وکړ، ېې کابل کې وروستي برید له امله زمونږ د یو شمیر هېوادوالو د شهادت په خاطر ېې خپله همدردي څرګنده کړه.
همدغه راز د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د هغه هېواد دولت ته د شارجې ولیعهد شیخ خالد بن سلطان بن محمدالقاسمي د مړینې له امله تسلیت ووایه.
ښځو، سولې او امنیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د ملي عمل دویم پلان د مشرتابه کمېټې د ناستې دایرول
کابل –د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د ملي عمل دویم پلان او د ښځو، سولې او امنیت په اړه د دریم راپور د مشرتابه کمېټې ناسته، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په مشرۍ او د اړوندو ادارو د معینانو په ګډون، دایره شوه .
پدې ناسته کې، د ملي عمل پلان مشرتابه کمېټې غړو لخوا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د ملي عمل پلان پلې کېدا په تړاو د دریم راپور د متن مسوده مرور او و ارزول شوه.
ټاکل شوې ده د بهرنیو چارو وزیر، ۱۳۲۵ پرېکړه لیک ملي عمل پلان د پلې کېدلو د پرمختګ په اړه خپل کلنۍ راپور، جمهوري ریاست عالی مقام او ملي شورا ته ولېږي. پدې راپور کې، د ۱۳۲۵ ملي عمل پلان د ټاکلو شاخصونو د پلې کولو څرنګوالي د پرمختګ، د بریالیو تجربو د دودولو، د بریاو او لاسته راوړنو انعکاس، د ننګونو پېژندنې په اړه مالومات او د ۱۳۲۵ ملي عمل پلان د رېښتیاینې ښه کېدو لپاره اساسي وړاندیزونه، شامل دي.
د امریکا متحده ایایلاتو سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس سره ولیدل.
دواړو لورو د جمهوری ریاست د ټاکنو، د جمهور رئیس د وروستیو سفرونو، په قطر کې د امریکا او طالبانو استازو ترمنځ د مذاکرو په اوم پړاو کې د پرمختګونو، بین الافغانی خبرو اترو، او په هېواد او سیمه کې د روانو سیاسي حالاتو په تړاو بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره تبادله کړل.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره ولېدل.
دواړو لوروترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، نشه ای توکو سره د مبارزې، د جمهوری ریاست راتلونکو ټاکنو، د افغانستان سولې لپاره د سیمه ایزې اجماع، د سولې خبرو اترو، د بین الافغاني ناستې او سولې څخه د وروسته حالاتو په تړاو خپل نظریات سره تبادله کړل.
د امریکا متحده ایالاتو سفیر سره د بهرنیوچارو وزیر لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس سره ولېدل.
د امریکا متحده ایالاتو سفیر هیله څرګنده کړه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکرو اوم پړاو ښې پایلې ولري او بین الافغاني خبرو اترو لپاره پیل تکۍ وي. ده وویل چې امریکايي لورۍ د قطر په خبرو اترو کې دمذاکرې په ګډون پر څلورو کلیدي موضوعاتو ټینګار کوي او په یوازې توګه به په هیڅ موضوع باندې هوکړه ونشي.
بهرنیو چارو وزیر هم آلمان ته د خپل وروستي سفر او آلماني چارواکو سره د سولې په پروسه کې د هغه هېواد د رول په هکله خپلوخبرو په اړه مالومات ورکړل. دواړو لورو د جمهوری ریاست د راتلونکو ټاکنو او د بین الافغاني خبرو اترو په باب چې ټاکل شوي د قطر دولت او آلمان فدرال جمهوریت په ګډ نوښت د جولای په ۷ – ۸ نېټه په دوحه کې ترسره شي، بحث وکړ او خپل نظریات ېې یو بل سره تبادله کړل.
د مصر سفیر سره د سیاسي معین لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان، په کابل کې د مصر عربي جمهوریت سفیر ښاغلي هاني صالح مصطفی سره ولېدل.
دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو غځولو، د افغانستان دولت او خلکو په مشرۍ د سولې پروسی په اړه، دجمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو، د جمهور رئیس د وروستیو سفرونو او په هېواد او سیمه کې جاري سیاسيي حالاتو په تړاو بحث وکړ.
د چین سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د چین د خلکو جمهوریت سفیر ښاغلي لیوجنسانګ سره ولېدل.
د چین سفیر په کابل کې ویره اچوونکۍ برید محکوم کړ.
دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، افغانستان په اړه د دوه اړخیزه ناستو، د سولې خبرو اترو او د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو په تړاو خبرې وکړې.
آلمان ته د بهرنیو چارو وزیر له سفر سره تړاو کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبري ناسته
کابل – آلمان ته د هېواد د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین له وروستي سفر سره په تړاو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبري ناسته دایره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر په تړاو چې د آلمان فدرال دولت په رسمي بلنه ترسره شو د دې سفر د موخو په اړه خبریالانو ته مالومات ورکړل زیاته ېې کړع\ه: د دې سفر ډېره غټه موخه د سولې د خبرو اترو په اسانولو او زمینی برابرولو کې د لا ډېرې ونډې اخېستنه او د وروستیو لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کول د آلمان ژمنه جوړوي . او د سولې خبری اتری په یوه ډېر حساس پړاو ته رسیدلي دي او هیلې دادي چې ډېر ژر د ډیرو ښو خبرو شاهدان وو. ښاغلي احمدي په ټاکل شوي وخت کې د انتخاباتو دایرولو لپاره د ملي وحدت حکومت حکومت له ارادي او هممهاله توګه په نږدې راتلونکې کې د فدرال آلمان دولت او د افغانستان نورو نړیوالو شریکانو په ملاتړ له بین الافغانی ناستې خبر ورکړ. ده همدغه راز زیاته کړه چې آلمان ، اندونیزیا او اوزبیکستان هېوادونه د بین الافغاني سولې خبرو اترو کوربتوب لپاره ېې خپلې تیارۍ اعلان کړی دي.
د ناستی په پای کې د خبریالانو پوښټنو ته ځواپونه وویل شول.
د بریتانیا سفیر سره د سیاسي معین لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په کابل کې د بریتانیا سفیرې میرمن الیسون بلیک سره، ولېدل.
دواړو لورو، انګلستان ته د جمهور رئیس د سفر په اړه، د کرکت نړیوال جام، پاکستان ته د جمهور رئیس سفر او افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د رغېدو، د سولې مذاکرو او د بین الافغانی خبرو اترو او د دوه اړخیزو مسئلو په تړاو بحث وکړ .
افغانستان او روسېې ترمنځ د ډېپلوماتیکو اړیکو ټینګولو سلمه کلیزه ونمانځل شوه
کابل – افغانستان او روسېې ترمنځ د ډېپلوماتیکو اړیکو ټینګولو سلمه کلیزه د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ادریس زمان، د فدراتیفې روسېې د سفیر او د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ګډون ونمانځل شوه.
د دې محفل په پېل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت؛ جمهور رئیس د پیغام متن ولوستل شو، ورپسې ښاغلي زمان د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې، زیاته ېې کړه چې: مونږ د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې دایرولو په درشل کې یو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د سلمې کلیزې نمانځنه پدې مانا ده چې روسیه د هغو لومړیو هېوادونو له ډلې څخه وه چې د افغانستان آزادي ېې په رسمیت پېژندلې ده.
په کابل کې د روسېې سفیر ښاغلي الکساندر مانستیکي، هم افغانستان څخه د یوه ښه دوست په توګه یادونه وکړه او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پراخولو غوښتونکۍ شو.
د اسیا زړه – استانبول پروسې د لوړپوړو مقاماتو ناسته په انقره کې دایره شوه
انقره - د اسیا زړه– استانبول پروسی د لوړپوړو مقاماتو ناسته، د ا. ا. ج. او د ترکېې جمهوریت د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي معینانو ، ښاغلو ادریس زمان او سادات اونیل په ګډه مشرۍ د غړو هېوادونو او د دې پروسې د ملاتړ کونکو هېوادونو د لوړ پوړو مقاماتو په ګډون دایره شوه.
ښاغلي زمان پخپله پرانیستونکې وینا کې ګډون کونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، استانبول پروسه سیمه ایزو همکاریو لپاره مهمه وبلله، او د افغانستان د سولې په کار کې د غړو هېوادونو د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکۍ شو.
د ترکېې بهرنیو چارو وزارت معین هم د ګډو سیمه ایزه ګټو په اړه او پدې تړاو د استانبول پروسې رول ته اشاره وکړه، ګډون کونکو هېوادونو څخه ېې وغوښتل څو د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.
پدې ناسته کې ګډون کونکو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. ترهګرۍ په وړاندې په ګډه مبارزه کې د سیمه ایزی همکارۍ پر لا ډېروالي تاکید وکړ.
همدغه شان پدې ناسته کې پریکړه وشوه څو د اسیا زړه – استانبول پروسی د وزیرانو بله ناسته، د ۲۰۱۹ ز. کال په پای کې د ترکېې په کوربتوب په استانبول ښار کې دایره شي.
د هند سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني، د هند جمهوریت سفیر ښاغلي وینی کُمار سره ولېدل.
دواړو لورو د سولې خبرو اترو، د جمهوري ریاست د ټاکنو او د افغانستان او هند د ستراتژیک ګډون شورا په تړاو خبری وکړې.
په کابل کې د اسټرلیا سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت دسیاسي معین مخه ښې لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان په کابل کې د آسترلیا سفیرې میرمن نیکولا ګارډُن سره، د مخه ښې لېدنه وکړه.
ښاغلي زمان په افغانستان کې د اسټرلیا سفیرې په توګه د میرمن ګارډُن له حضور قدرداني او د هغې خدمتونو څخه مننه وکړه.
مېرمن ګاردُن په افغانستان کې خپل حضور او پدې هېواد کې خپل ډېپلوماتیک ماموریت اجراکولو څخه خوشالي څرګنده کړه، نوي بدلونونه په تېره بیا د سولې خبرې اترې ېې هیله بخښونکې وبللې. مېرمن ګارډُن همدغه راز افغانستان سره د اسټرلیا د مرستو له دوام څخه ډاډګیرنه ورکړه.
دواړو لورو د رڼو او عادلانه ټاکنو، د افغانستان او پاکستان د علماو د ناستې په تړاو، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې ترسره شي، خبرې وکړې.
د اروپايي ټولنې له سفیر سره د سیاسي معین لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چاروږ وزارت سیاسي معین ادریس زمان، په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي ښاغلي پېري مایادون په مشرۍ، د اروپايي اتحادېې له پلاوي سره ولېدل..
د اروپايي ټولنې سفیر د افغانستان د دولت او خلکو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په ترڅ کې وویل: اروپا يي ټولنه او په کابل کې د سیدا دفتر په افغانستان کې د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ کوي، هغه وړاندیز وکړ چې اروپايي ټولنه د سولې مذاکرو د زدکړې او لورو ترمنځ د باور جوړونې په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلي زمان د اروپايي ټولنې له دوامداره ملاتړ څخه ستاینه وکړ، د سولې د مذاکراتو زدکړه ېې بین الافغاني خبرو اترو بهیر کې مهمه وبلله .
لورو، د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي اړیکو د پراخولو، پاکستان ته د جمهور رئيس د سفر او د هېواد د روانو سیاسي حالاتو په تړاو بحث وکړ.
د ازبیکستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په کابل کې د ازبیکستان جمهوریت سفیر ښاغلي یادګار خواجه شادمائوف سره ولېدل.
د ازبیکستان سفیر د دې هېواد د لومړي وزیر ښاغلۍ عبدالله آریپوف په مشرۍ د ازبیکستان د سیاسي، سوداګریز، او فرهنګي لوړ پوړي پلاوي سفر لپاره لازم پرمختګونه او چمتوالۍ توضیح کړل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د صادراتو او وارداتو د لاډېرېدو لپاره ېې د ښاغالي آريپوف پروګرامونه تشریح کړل.
ښاغلي رباني هم د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړیکې پراخېدو په حال کې وبللې او تاشکند سره ېې د اړیکو په لا ډېرې لوړېدا ټینګار وکړ.
د اسیا زړه – استانبول پروسې د سفیرانو د دویمې ناستې دایرول
کابل – ۲۰۱۹ کال لپاره د اسیا زړه – استانبول پروسې د سفیرانو دویمه ناسته، د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ادریس زمان په مشرۍ او د دې پروسې د غړو هېوادونو د سفیرانو په ګډون، دایره شوه.
ښاغلي زمان د راتلونکې ناستې د کوربتوب له امله ترکېې هېواد څخه د مننې په څرګندولو سره؛ په انقرې ښار کې د دې پروسې د لوړ پوړو مقاماتو په ناسته کې ګډونوالو ته، د دې پروسې په اډانه کې د باورجوړونې تدبیرونو د کاري پلان په اړه مالومات وړاندې کړل.
ورپسې، د ترکېې جمهوریت سفیر ښاغلي اوزان ارتغرل، د سام د ناستې ( د لوړ پوړو مقاماتو د لېدنې ناستې) د دایرولو څرنګوالي په تړاو چې د روان کال د جون په ۲۵ نېټه په انقرې ښار کې دایریږي توضیحات وړاندې کړل زیاته ېې کړه چې: ټاکل شوې ده پدې ناسته کې پرسیمه ایزه همکاریو سربېره، د سیمه ایزی اجماع او د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ په تړاو هم خبرې وشي.
د سوېډن سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان په کابل کې د سوېډن سفیر ښاغلي توبایس ټایبرګ او میرمن کالورین وېداني سره چې ټاکل شوې ډېر ژر د ښاغلي ټایبرګ ځایناستې شي، ولېدل.
سیاسي معین، میرمن وېدانی ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې هغې ته په ورسپارل شویو دندو کې د بري هیله وکړه. ښاغلي زمان د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو، د سولې پروسې او بین الافغاني خبرو اترو، د سولې مشورتي جرګې او د هغې د لاسته راوړنو او پاکستان ته د جمهور رئیس د نږدې راتلونکي سفر په څېر د لویو پروسو په تړاو مالومات وړاندې کړل زیاته ېې کړه چې: تاسو به په یوې مهم مهالني پړاو کې د چارو پرمخ وړلو مسئولیت پر غاړه واخلئ او دغه شان سولې پروسی څخه د سوېډن د ملاتړ غوښتونکۍ شو.
مېرمن وېداني هم، افغانستان په اړه د مالوماتو راټولول د خپل سفر موخه وبلله او افغانستان ېې سویډن لپاره یو مهم هېواد وباله.
د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي سره ولېدل.
د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، ډاکټري ثریا دلیل څخه د کډوالۍ د نړیوال سازمان مرستیالۍ لپاره د خپل هېواد له ملاتړ څخه خبر ورکړ او په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت د فرهنګي دفتر پرانېستو لپاره د افغانستان دولت د همکارۍ غوښتونکۍ شو.
بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له نوماندې څخه ملاتړ په خاطر د کدوالۍ نړېوال سازمان مرستیالۍ لپاره د ایران له ژمنتیا څخه په مننې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکاریو او د دوستانه اړیکو پر دوام تاکید وکړ.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د سیاسي معین ګډون
هرات – د ا.ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې ، چې په هرات ولایت کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مقاماتو په ګډون جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
پدې ناسته کې دواړو لورو د برېښنا د انرژۍ، د رېل پټلۍ، غازو، سوداګرۍ او د نساجۍ په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث وکړ او نظریات ېې سره تبادله کړل او په پای کې د تورغنډۍ – هرات د ریل پټلۍ پروژي د ځېرنې، ډېزاین او جوړولو او همدغه راز د رېل پټلۍ پروژې تمویلولو لپاره د ملاتړ راجلبولو تفاهم یادښت په تړاو دوه تفاهم یادښتونه، د افغانستان د ترانسپورټ وزارت د ریل پټلۍ ادارې او د ترکمنستان د صنعت او ارتباطاتو وزارت د ریل پټلۍ آژانس ترمنځ د دواړ هېوادونو د لوړپوړي پلاوي په شتون کې، لاسلیک شول..
د ترکمنستان د وزیرانو د کابینی مرستیال رئیس او د بهرنیو چارو وزیر سره د سیاسي معین لېدنه
هرات - د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان د ترکمنستان د وزیرانو کابینې مرستیال رئیس او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مره دُف سره ولېدل .
دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، په نږدې راتلونکې کې په کابل او عشق اباد کې د سیاسي سلامشورو د ناستې دایرولو، د اقتصادي اړیکو او فرهنګي همکاریو غځولو، د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ جوړولو تفاهم یادښت او د ریل پټلۍ پروژې تمویلولو لپاره د ملاتړ جلبولو تفاهم یادښت، دواړو هېوادونو ترمنځ د تعهداتو څارنې او عملي کولو د میکانیزم جوړولو، د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې، او د جمهوري ریاست د ټاکنو په تړاو خبرې وکړې.
د دې ناستې په پای کې ، ښاغلي مره دُف د کډوالۍ د نړیوال سازمان د لوی رئیس د مرستیالۍ په مقام کې د ډوکتور ثریا دلیل نوماندیدو څخه ملاتړ په اړه د خپل هېواد له پرېکړې څخه هم خبر ورکړ.
سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د مشرتابه کمېټې د هوکړو پرمخ وړلو ناسته دایره شوه
کابل - سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د مشرتابه کمېټې یا APAPPS د هوکړو پرمخ وړلو ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په مشرۍ او د اړوند ادارو د معینانو او استازو په ګډون دایره شوه.
ښاغلي زمان پاکستان ته دخپل وروستي سفر په اړه چې سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان یا د APAPPS په اډانه کې ترسره شوئ ول او همدغه شان د افغانستان او پاکستان د سرمشرانو د لېدنې په تړاو چې د سعودي عربستان په جده ښار کې تر سره شوه، ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.
ورپسې، د سوداګرۍ، د کډوالو او بیرته راستنیدونکوچارو، د عدلېې او کورنیو چارو وزارتونو معینانو او اړوند ادارو استازو APAPPS لپاره خپل راتلونکي پلانونه وړاندې کړل.
پدې ناسته کې په نږدې راتلونکي پاکستان اسلامي جمهوریت ته د هېواد دجمهور رئیس سفر سره اړوند موضوعاتو په تړاو هم بحث او خبرې وشوې.
د سعودي عربستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین لېدنه
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان، په کابل کې د سعودي عربستان د شاهي هېواد سفیر ښاغلي جسیم محمدالخالدي سره ولېدل.
ښاغلي زمان د سولې خبرو اترو ، د سولې مشورتي جرګې د پایلو او د کابل پروسې د دریمې ناستې په تړاو چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې دایره شي مالومات وړاندې کړل او په مکه معظمه کې د علماو د ناستې دایریدو په تړاو د سعودي عربستان شاهي هېواد څخه د هغوی د وروستیو هلو ځلو په خاطر قدرداني وکړه.
دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو، په مکه معظمه کې د علماو په ناسته، سعودي عربستان ته د جمهور رئیس په سفر او په اقتصادي همکاریو باندې بحث وکړ.
د سیاسي معین په کوربه توب له ښاغلي خلیلزاد او د سیمې هېوادونو له سفیرانو سره ناسته
کابل – د ا.ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ادریس زمان په کوربه توب ناسته، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د استازی ښاغلي زلمي خلیل زاد ، د چين د خلکو جمهوریت، د هند جمهوریت، د فدراتیفی روسېې هېوادونو د سفیرانو او د سیمې هېوادونو د سفیرانو او استازو ګډون درلود، دایره شوه.
ښاغلي زمان میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې، سولې او له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو د ښاغلي خلیل زاد له هلو ځلو ستینه وکړه او د سولې د خبرو اترو په بهیر کې د سیمې هېوادونو د لا ډېر رول د درلودلو غوښتونکی شو. سیاسي معین د سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو د ونډې اخېستو په خاطر هڅولو لپاره د افغانستان له هلو ځلو یادونه وکړه او د استانبول پروسې – اسیا زړه د سرمشرانو ناستې او اسلام اباد ته ېې خپل وروستۍ سفر چې د ( سولې او همبستګۍ لپاره د افغانستان او پاکستان عمل پلان) په اډانه کې ترسره شوئ ول د دې ډول هلو ځلو بیلګې وبللې.
ښاغلي خلیل زاد هم طالبانو سره د خپلو مذاکراتو د شپږم پړاو په تړاو سیاسي معین او ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل. هغه وویل چې د ده او طالبانو ترمنځ د مذاکرو په شپږم پړاو کې پرمختګونه شوي دي او زیاته ېې کړه : افغانستان کې سولې څخه د سیمې هېوادونو ملاتړ کولای شي دغه بهیر ګړندی کړي او پدې پروسه کې د سیمې د هېوادونو د لاډېرې همغږۍ او د همکاریو غوښتونکۍ شو.
د سولې او په هغې کې د ښځو د رول په اړه مشورتي ناسته
کابل - سوله او په دې بهیر کې د ښځو رول تر سرلیک لاندی مشورتي ناسته ، د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ادریس زمان په مشرۍ، افغانستان لپاره د فدرال آلمان د دولت د ځانګړي استازي ښاغلي مارکس پوتزل په ګډون چې د ښځو استازو او د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو هم پکې شتون درلود، پدې وزارت کې دایره شوه.
سیاسي معین د سولې پروسې د وروستیو تحولاتو او پدې بهیر کې د ښځو د رول په اړه مالومات ورکړل او زیاته ېې کړه: د دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ په خبرو اترو کې به د وروستیو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې په جدي توګه وساتل شي او همدغه راز په هېواد کې د ښځو د حقونو ساتنه به د سولې د خبرو اترو یوه سره کرښه وي.
ښاغلي پوتزل هم په خپله وینا کې، په هېواد کې د سولې له پروسی څخه ملاتړ او پدې بهیر کې د آلمان د رول یادولو په ترڅ کې زیاته کړه : آلمان دولت هم د سولې په پروسه کې د افغان ښځو د ښکاره رول او په سوله کې د ښځو د حقونو د ساتنی غوښتونکی دئ.
سولې او همبستګۍ لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان سند د ارزونې ناسته دایره شوه
اسلام آباد – د دواړو لورو پنځګونو کمېټو رئیسانو پدې سند بنا شوي هغه اجراآت چې د ۲۰۱۸ کال په جولای کې د هغې په مخکېنۍ ناسته کې ترسره شوي وو وڅېړل.
بیا وروسته، د پروژو او پروګرامونو په پلې کولو کې موجودې ستونځې بحث لاندې ونېول شوې، او دواړو لورو ژمنه وکړه څو هغو ته رسیدګي وکړي. دواړو لورو د مواردو نوملر چې اړینه ده په راتلونکي کې پلې شي تر بحث لاندې ونېول.
نوموړې ناسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي معینانو په کچه دایره شوه.
پاکستان ته د افغانستان د پلاوي د سفر او د سولې خبرو اترو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت خبري ناسته
کابل – د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت الله احمدي په یوې خبري ناسته کې پاکستان اسلامي جمهوریت ته د دې وزارت د سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان په مشرۍ د افغانستان پلاوي د سفر، کابل ته، افغانستان کې سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازی ښاغلي زلمي خلیل زاد د وروستي سفر او دغه راز افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان د ځانګړي استازي مارکوس پوتزل د سفر په اړه مالومات ورکړل.
ښاغلي احمدي پاکستان د سیمې یو مهم هېواد وباله او ټولو هېوادونو سره په تېره بیا پاکستان اسلامي جمهوری سره ېې د روغو او ټینګو اړیکو درلودلو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت پر پالېسۍ ټینګار وکړ. ده هيله څرګنده کړه چې د افغانستان هلې ځلې په ځانګړې توګه د افغانستان د پلاوي وروستۍ سفر پاکستان لخوا د عملي ګامونو پورته کولو پېلامه وي.
ښاغلي احمدي افغانستان کې سولې راوستو لپاره د هغوی د هلو ځلو په خاطر قطر څخه د مننې څرګندولو په ترڅ کې، د ا. ا. ج. دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربه توب لپاره د اندونیزیا، اوزبیکستان او آلمان هېوادونو چمتوالي څرګندولو څخه هم یادونه وکړه.
آسیا او پاسیفیک په چارو کې د بریتانیا دولت وزیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه
برلین - د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان په برلین کې د اقلیم او امنیت د نړیوالی ناستې په څنډه کې د آسیا او پاسیفیک په چارو کې د بریتانیا دولت وزیر ښا غلي مارک فیلډ سره ولیدل.
دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو، د افغانستان سیاسي او امنیتي حالاتو، د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسي ، او د کابل پروسی د دریمی ناستې، د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو او په نږدی راتلونکې کې بریتانیا ته د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د سفر په تړاو خبرې وکړې او نظرېې ېې سره شریکې کړې ،
د اقلیم او امنیت په نړیوالی ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ګډون او وینا
برلین – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان د اقلیم او امنیت په نړیوالی ناسته کې چې په برلین ښار کې د آلمان فدرال د جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب دایر شو ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب ېې په خوارځواکه او کمتوانه دولتونو کې د امنیت او اقلیمي اغیزمنتیاو په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي زمان په خپلو خبرو کې د وچکالۍ ، د اقلیمي بدلونونو له مستقیمو اغیزو او په کمځواکه او پرېوتونکو دولتونو کې د ناامنیو په ډېرولو کې د هغوی له رول څخه یادونه وکړه او په ملي، سیمه ایزه او نړیوالواله برخو کې ېې ژوند چاپېریال څخه ساتنی لپاره د افغانستان دولت اقداماتو په تړاو خبری وکړې.












