وروستي خبرونه (653)
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست کابل کې استوګنې د سويډن شاهي هېواد سفیرې سره ولېدل
کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست محمد هارون چخانسوري، نن له غرمې وروسته، په کابل کې استوګن د سويډن شاهي هېواد سفیرې آغلي کارولن ویسیني سره، په خپل کاري دفتر کې ولېدل.
پیل کې، د سوېډن سفیرې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ته د دندې د پیل مبارکي ورکړه، بیا وروسته ېې افغانستان دولت او خلکو ته، په ایران کې د اوکرایني شرکت د الوتکې راغورځېدو په اړه چې پکې یو شمیر افغان وګړو ژوند له لاسه ورکړی وو، د خپلې خواخوږې او تسلیت مراتب څرګند کړل.
د دې په دوام، دواړو لورو په سیمه کې د وروستیو انکشافاتو او علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان اقتصادمحوره بهرني سیاست، اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګې اچونې او د سیمه ییزې نښلېدا په تړاو نظریات سره شریک کړل.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست د فرانسی او آلمان سفیرانو او د بریتانېې سفارت له شارژدافېر سره ولېدل
کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست محمد هارون چخانسوري، نن سهار، په کابل کې استوګن د فرانسی سفیر دېوېډ مارتینون، د آلمان سفیر پیتر پروګل او د بریتانیا سفارت شارژدافېر ګیلس لیور سره ولېدل.
په پېل کې، د درې هېوادونو استازو، ښاغلۍ چخانسوري ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین او سرپرست په توګه د هغه د کار پېل په خاطر د مبارکی مراتب وړاندی کړل او نوموړی ته ېې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
نوموړو سفیرانو دګډ اقدام له ګڼ اړخیزی برنامی(برجام) څخه د ایران د سرغړونو په اړه یې خپله دیمارشې ښاغلي چخانسوري ته وړاندې کړه او د هغې د جزئیاتو په اړه ېې بحث وکړ. هغوی همدغه شان له ایران سره د اختلاف د هواري میکانیزم رامنځ ته کولو په اړه، د برجام د ۶۳ مې مادې په چوکاټ کې هم مالومات وړاندې کړل.
ښاغلي چخانسوري یادشویو درېواړه هېوادونو له سفیرانو څخه د مننې په څرګندولو سره زیاته کړه چې له هر هغه اقدام څخه به، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګېدو لامل شي، قدرداني او ملاتړ وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست د چین هېواد په ووهان ښار کې افغان وګړو او محصلینو سره مرستې په مقصد، بېړنې تدبیرونو په اړه اضطراري ناسته ونېوله
کابل - د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ښاغلي محمد هارون چخانسوري د چین هېواد په ووهان ښار کې افغان وګړو او محصلینو سره چې کرونا په ویروس اخته کېدو ګواښ سره مخامخ دي د مرستې په مقصد د بېړنې تدبیرونو په اړه اضطراري ناسته دایره کړه. ښاغلي چخانسوري په دې ناسته کې اړوند څانګو رئیسانو ته په دې برخه کې مالومات وړاندې کړل او لارښوونه ېې وکړه څو بېجنګ کې استوګن افغان سفارت، عامې روغتیا وزارت، لوړو زدکړو وزارت او په کابل کې د چین سفارت سره په همغږی کې، هر اړخیز تدابیر غوره شي.
ښاغلي چخانسوري په ووهان ښار کې اضطراري حالت ته د اشارې په ترڅ کې، هواېي او د ځمکني ترانسپورټ له لارې د ۶۲ تنه محصلینو د رالېږدونې په تړاو، چې په یاد ښار کې بند پاتې دي، لازم هدایات صادر کړل. لدې کبله چې د ووهان ښار استوګن په قرنطین حالت کې ژوند تېروي، ښاغلي چخانسوري بیجنګ کې استوګن افغانستان سفیر ته لارښوونه وکړه څو د قرنطین حالت په پای ته رسیدو سره سم د ووهان ښار استوګن افغان محصلینو لېږدونې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي او تر څو چې قرنطین حالت دوام لري په لاس کې موجودو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي څو د هغو محصلینو اړتیاو ته، چې په ووهان ښار کې په قرنطین کې ژوند تېروي، بېړنی مرستې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست د افغانستان امریکايي پوهنتون رئیس سره ولېدل
کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ښاغلي محمدهارون چخانسوري، نن غرمه، د افغانستان امریکايي پوهنتون رئیس ښاغلي ډوېډ سيدني سره ولېدل. ښاغلي چخانسوري له ښاغلي سیدني سره د بهرنیو چارو وزارت د کارمندانو د ژبې د مهارت ارزونې په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي سادني د انګلیسي ژبی د تافل و آیلتس (TOEFL و IELTS ) د دوه ډوله معیاري ازموینې په اړه خبرې وکړې. نوموړي بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته په افغانستان امریکايي پوهنتون کې د آزموینې اخېستلو لپاره د امکاناتو په اړه ډاډ ورکړ او د نورو همغږیو په ارتباط ېې هم خبرې وکړې.
محمد هارون چخانسوری د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین او سرپرست په توګه معرفی شو
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت دویم مرستیال محمد سرور دانش نن د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې ښاغلی محمد هارون چخانسوری د یو محفل په ترڅ کې په داسې حال کې چې د کابینی، د ملی شورا او جګپوړو حکومتی غړو او د بهرنیو چارو وزارت همکارانو حضور درلود د دې وزارت سیاسی معین او سرپرست په حیث معرفی کړ.
دغه مراسم، د کلام الله مجید دې سپېڅلو آیاتو په تلاوت او ډاکټر اسدالله غضنفر لخوا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین او سرپرست په توګه د ښاغلي محمدهارون چخانسوری د تقرر په اړه د جمهوری ریاست د عالي مقام د حکمونو په لوستلو او د جمهوری ریاست د دویم مرستیال جناب محمد سرور دانش په وینا، پېل شول.
وروسته ښاغلي ادریس زمان د بهرنیو چارو وزارت مخکیني سیاسی معین، ښاغلي چخانسوری ته د مبارکی ورکولو او د بریالیتوب غوښتنې سره خپله وینا پیل، په دې وزارت کې د خپلو کاري کړنو په اړه په ځانګړې توګه د هغو اصلاحاتو د ټولګې په اړه چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په صفت د هغه په کاري دوره کې ترتیب شوې وه، خبرې وکړې.
ښاغلي چخانسوري د ښاغلي زمان له کاري کړنو څخه د مننې څرګندولو تر څنګ له هغه څخه د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتي ټولګی د ترتیبولو په تړاو قدرداني وکړه. د بهرنیو چارو وزارت نوي سرپرست، د هېواد د بهرنی سیاست دپنځو حلقو په چوکاټ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس د لید لورو په پام کې نېولوسره د اصلاحاتو دمهمو ټکو په تړاو په تفصیل خبرې وکړې.
د وینا د بشپړ متن مطالعی لپاره لاندی لینک ته مراجعه وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي همکاریو معین کابل کې استوګن اسپانیا سفیر سره ولېدل
کابل ـ د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلي میرویس ناب، نن له غرمې مخکې، کابل کې استوګن د اسپانیا سفیر ښاغلي ګبرائیل سره ولېدل.
لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لاټينګښت، په تېره بیا د فرهنګ او کرکېلې په برخه کې د همکاریو د لا ښه والي په تړاو خپل نظریات یو بل سره شریک کړل.
دغه راز دواړو لورو د سولې او د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو او نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین د ترکېې سفیر سره ولېدل
کابل ـ د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلي میرویس ناب، کابل کې استوګن د ترکېې جمهوریت سفیر ښاغلي اوغوز خان ایرطغرل سره ولېدل
د اقتصادي همکاریو معین د استانبول ـ اسیا زړه پروسی په بریالی توګه دایرولو څخه د خوشالتیا او قدردانۍ څرګندولو په ترڅ کې چې د ۲۰۱۹ د ډسمبر په ۹ مه په استانبول ښار کې ترسره شوه، د لاجوردو لارې د هوکړه لیک د ژر تر ژر نهايي کولو په تړاو هم خبرې وکړې. بیا پخپل وار ښاغلي ارطغرل د نوموړي هوکړه لیک نهايي کولو په تړاو د ترکېې دولت له ملاتړ څخه ډاډ ورکړ هغه زیاته کړه چې د لاجوردو لارې هوکړه لیک د حقوقي پړاونو بشپړونه لږ ډېر وخت نیسي، خو ژمنه ېې وکړه د ترکېې بهرنیو چارو وزارت به د هغه هېواد په پارلمان کې د هغه تصویبېدو په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.
پدې لېدنه کې د لاجوردو لارې ویزی صادرولو د اسانتیاو تفاهملیک مسودې او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس (رکا) دایرولو په څېر د راتلونکو برنامو په اړه هم خبرې وکړې.
په پای کې، لورو د افغانستان د سولې پروسې په اړه خپل نظریات یو بل سره شریک کړل. ښاغلي ناب د ترکېې حکومت څخه، په افغانستان کې د سولې د هلې ځلو په لاره کې د ټینګې ژمنې او دوامداره همکاریو په خاطر، مننه وکړه.
د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت معین او سرپرست وزیر لیدنه
کابل – د بهرنیو چارو زارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلی میرویس ناب نن سهار په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل.
دواړو خواوو د یو شمېر بیلابیلو مسایلو په ګډون په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل.
دوی همداراز د یو رغنیز میکانیزم پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او تعقیب ټینګار وکړ.
د اقتصادي همکاریو معین او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسیا پرمختیايي بانک د آسیا د مرکزی او لویديځی برخې د سیمه ییزو همکاریو او عملیاتي همغږي مشر سره ولېدل
کابل – د اقتصادي همکاریو معین او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي میرویس ناب، نن له غرمې مخکې، د اسیا پرمختیايي بانک د آسیا د مرکزي او لویديځی برخې د سیمه ییزو همکاریو او عملیاتي همغږي مشر او د هغه له ملګري پلاوي سره ولېدل.
په پېل کې ؛ لورو د مرکزي اسیا د اقتصادي همکاریو برنامې (CAREC) د پړاویز ریاست په اړه چې افغانستان ېې په ۲۰۲۰ کال کې د ریاست چاری پر غاړه لري، بحث او خبرې اترې وکړې.او ښاغلي ناب په بریمنه توګه د کریک د ریاست په پرمخ وړلو کې د افغانستان له ژمنتیا خبرې وکړې. همدغه راز دواړو لورو د کریک (CAREC) د ۲۰ کالنۍ د ناستې دایرولو لپاره د لازمو تیاریو د نېولو په تړاو خپلې نظرېې سره شریکې کړې.
همدغه راز دآسیا پرمختیايي بانک ژمنه وکړه څو د هغه بانک او د بهرنیو چارو وزارت ترمڼخ د همکاری زمینه لا پراخه او ځواکمنه شي او په ناستو کې د لوړپوړو مسئولینو د ګډون غوښتونکی شو. د بهرنیو چارو وزارت، بیا په خپل وار، ژمنه وکړه څو د ریکا او استانبول ـ اسیا زړه پروسې په څېر په سیمه ییزو میکانیزمونو کې د آسیا پرختیایی بانک د ګډون او همکاریو زمینه برابره کړي.
د خبرو په دوام کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین د ریکا (RECCA) تر چتر لاندې پروژو څخه ملاتړ په لاره کې د مرکزي اسیا د همکاریو برنامې (CAREC) د ملتیاو د ځواکمنولو غوښتونکی شو او زیاته ېې کړه له نوموړو پروژو سره د دې بنسټ همکاري به د دغو پروژو د چټک پرمختګ او ګټې ترلاسه کولو لامل شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو جمهوریت د سیاسي اړیکو پنځه شپېتمه کالیزه ونمانځل شوه
کابل - د افغانستان اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو جمهوریت د سیاسي اړیکو ۶۵ مه کالیزه، نن د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۹ مه نېټه چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو مقاماتو او په کابل کې استوګن دوستو هېوادونو سفیرانو پکې ګډون کړی ؤ، په بهرنیو چارو وزارت کې ونمانځل شوه.
په دې مناسبت بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او چین د اړیکو په اړه د علمي سیمینار او د ماښامنۍ مېلمستیا د دوو پروګرامونو کوربني وکړه.
په یاد سیمینار کې دوو تنو چینايي پوهانو د افغانستان او چین په اړه خپلې لیکنې وړاندې کړې. او همدغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ستراتژیکو مطالعاتو مرکز، د کابل د پوهنتون او د افغانستان او چین ځينو ځېړونکو له خوا هم مقالې ولوستل شوې. په یوه جلا برنامه کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مقاماتو او په کابل کې د دوستو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د مېلمستیا محفل ترتیب شوی ؤ.
د یادولو وړ ده چې افغانستان هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د چین نوَی دولت ېې، چې د هغه هېواد د کمونیست ګوند په مشری د ۱۹۴۹ په اکتوبر کې تاسیس شوی ؤ، په ۱۹۵۱ کال کې په رسمیت وپېژاند او دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۵۵ کال د جنورۍ په ۲۰ مه ډېپلماتیکې اړیکې ټینګې شوې.
د تهران د هوايي پېښې د همغږی او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو نړیواله ډله – ایران سره د همکارۍ چوکاټ
لندن – کاناډا، اوکراین، سویډن، افغانستان او انګلستان چې د تهران د هوايي پېښې د همغږۍ او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو د نړیوالی ډلې غړي دي په کاناډا هوز (په لندن کې د کانادا سفارت ) کې سره ولېدل. او هوکړه ېې وکړه څو ایران سره د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځواب ویلو لپاره د همکارۍ چوکاټ جوړ کړي.
دغه چوکاټ په پنځو مهمو برخو باندې تمرکز لري چې ایراني چارواکو سره د د هغو ټکو د تامینولو لپاره زمونږ په لاندې شرحه اسانوي:
۱ . قونسولي خدمتونو برابرولو لپاره په ایران کی زمونو مقاماتو ته د بشپړ او له ځنډ او خنډ پرته لاسرسی برابرول. څو چې زمونږ تخنیکي متخصصین د پلټنو ترسره کولو لپاره اړوند معلوماتو ته لاسرسی ولري؛
۲ ـ له حرمت او شفافیت ساتلو سره یوځای او نړیوالو قوانینو سره برابر د قربانیانو د پېژندنې بهیر ترسره کول، او د بېرته ستنیدو او په ټولو حالاتو کې هغوی ته د درناوی په برخه کې د قربانیانو د کورنیو د غوښتنې پوره کول؛
۳ . د ملکي هوايي چلن له نړیوالو کنوانسیونونو سره سمون کې د دقیقو، خپلواکو او شفافو نړیوالو پلټنو ترسره کول؛
۴ ـ د ایران حکومت د دې غمژنې پېښې مسئولیت په غاړه اخلي او د قربانیانو د کورنیو په وړاندې خپلې دندې سر ته رسوي چې د خساری جبرانول هم پکې شامل دي.
۵ – شفافو قضايي اقداماتو له لاری به هغه کسان ځواب ورکوي چې د دې عمل مسئولین دي؛
مونږ د ایران حکومت له رغنده همکاریو څخه چې تر دې مهال ېې کړي دي هرکلی کوو او دهغوی د دوامداره همکاریو غوښتونکی یو.
د اقتصادي همکاریو معین د ترکمنستان سفیر سره ولېدل
کابل ـ د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلي میرویس ناب، په کابل کې د ترکمستان سفیر ښاغلي اویزوف هوجا سره ولېدل.
دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پروژو، د سیمه ییزو همکاریو او د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال په بهیرکې په بیلابیلو برخو کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ځواکمنېدو په اړه خبرې وکړې او نظریات ېې یو بل سره شریک کړل.
افغانستان کې د اسیا پرمختیايي بانک له مشر سره د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین لېدنه
کابل - د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب، نن له غرمی وروسته افغانستان کې د اسیا پرمختیايي بانک له مشر ښاغلي نریتدرا سنګرو سره ولېدل.
پدې لېدنه کې، افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو(ریکا) د اتم کنفرانس د ناستې دایرولو د تیاریو نېولو په اړه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې ازبیکستان کې دایر شي، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو همکاریو د بهیر(CAREC) د ۲۰ کلونو فعالیتونو د نمانځنې، او په یوه غړي هېواد کې له هغه سره د اړوند ناستو نېولو په اړه خبری وکړې او نظریات ېې سره شریک کړل.
دواړو لورو پدی کتنه کې کابل ته د اسیا پرمختیاي بانک د لوړپوړې استازډلې د سفر په اړه، چې پام کې ده په راتلونکې اونی کې ترسره شي، هم خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران اسلامي جمهوریت سفیر سره ولېدل
کابل - د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان، نن غرمه، ښاغلي بهادر امینیان، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر سره ولېدل.
په دې لېدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران سفیر څخه، په ایران باندی د متحده ایالاتو د برید په صورت کې په افغانستان کې د ځینو نقاطو په نښه کولو د احتمال په اړه د هغه هېواد د هوایي پوځ د قوماندان په ګډون د ځينو ایراني مقاماتو د څرګندونو په اړه، وضاحت وغوښټ.
وروسته د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د دواړو هېوادونو د حسنه اړیکو تاریخ په جوتولو سره، څرګنده کړه چې د افغانستان د ملی حاکمیت او د خاورۍ د بشپړتیا بشپړ درناوی د ایران اسلامي جمهوریت اساسي، رسمي او همیشني دریځ دی. او افغانستان په وړاندې نور هر ډول څرګندونې د ایران اسلامي جمهوریت په سیاست او پالیسیو کې هېڅ ځای او منزلت نلري.
همدغه راز ښاغلي امینیان زیاته کړه چې ځېنو رسنیو د ایران اسلامي جمهوری دولت د چارواکو د څرګندونو ځینې برخې په هغه ترتیب منعکسوي چې له اصلي څرګندو شویو بیانونو له روحېې سره په بشبړ مخالفت کې دي.
بهرنیو چارو سرپرست وزیر د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له معین سره ولېدل
کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ادریس زمان، له ښاغلي نیلس آنن، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له معین سره وليدل.
په پېل کې، دواړو لورو په سیمه کې په وروستیو تحولاتو په ځانګړي ډول په تهران کې د اوکراینیPS752 الوتکې د هوايي پېښې په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي آنن اقلیم او امنیت په تړاو د برلین کنفرانس په اړه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال د جنوری په ۲۸ مه نېټه د منځني اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په برلین جوړ شي، ښاغلي زمان ته مالومات وړاندې کړل.
همدغه راز دواړو لورو نورو موضوعګانو په ګډون د جمهوري ریاست د ټاکنو، د سولې د هلو ځلو او د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په هکله، چې ټاکل شوې په راتلونکې کې په برلین کې ترسره شي، خپل نظریات یو بل سره شریک کړل.
بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د خلکو جمهوریت سفیر سره ولېدل
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، نن له غرمې وروسته، په کابل کې استوګن د چین د خلکو جمهوریت سفیر ښاغلي وانګ یو سره ولېدل.
په دې لېدنه کې، دواړو لورو د سولې د هلو ځلو او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په ګډون د علاقې وړ موضوعګانو په اړه خبرې وکړې او هیله مندی ېې ښکاره کړه چې د سیمې حالات په کړکیچ بدل نشي.
ورپسې د چین سفیر بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته، د تایوان د پرمختګپال ګوند قدرت ته رسېدا په تړاو د خپل دولت رسمي دریځ څرګند کړ.
د دې لېدنې په پای کې، بهرنیو چارو وزیر د افغانستان دولت د ډېپلوماتیکو اړیکو د تاریخي دریځ، د واحد چین د سیاست پرمخ وړلو په برخه کې پر دوام تاکید وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازې آغلې عایشه خرم سره ولېدل
کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازې آغلې عایشه خرم او د آلمان فډرالي جمهوریت سفیر ښاغلي پېتر پروګل سره ولېدل.
په پېل کې، آغلې عایشه خرم آلمان او امریکا متحده ایالاتو ته د خپلو وروستيو سفرونو په اړه او د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې، او هغو ناستو کې ګډون په تړاو چې نیویارک ته ېې خپل سفر په بهیر کې لرل، بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته مالومات وړاندې کړل.
بیا بهرنیو چارو وزیر، د آغلې خرم له لاسته راوړنو د قدردانی په ترڅ کې، هغې ته، په ملګرو ملتونو کې افغان ځوانانو په استازیتوب، د پروګرامونواو فعالیتونو په اړه مشوره ورکړه او بهرنیو چارو وزارت له اړخه ېې د هغې د برنامو پلې کولو په برخه کې، ملاتړ څرګند کړ.
ورپسې آغلې خرم د سولې په مذاکراتو کې د ځوانانو د حضور او اړینو مالوماتو نشتوالې په اړه خبرې وکړې او د داسې میکانیزمونو د رامنځ ته کولو غوښتنه یې وکړه چې په چوکاټ کې ېې ځوانان هم وتوانیږي سولی سره اړوند مسائلو په اړه خبر شي.
په پای کې بهرنیو چارو وزیر آغلې خرم د نوي نسل د استازولي په برخه کې د ځوانانو د غوره استازۍ وبلله او هغې ته په راتلونکو پلانونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیرې سره وکتل
کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلالتمآب ادریس زمان نن سهار په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر میرمن کرن دیکر سره ولیدل.
په پیل کې، میرمن دیکر د هغو ۱۳ افغانانو د مړینې له امله چې په تهران کې يې د PS752 اوکراینۍ الوتکې د سقوط له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د امریکا حکومت او خلکو د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړ.
دواړو خواوو د سولې، ولسمشریزو ټاکنو او همداراز په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په ګډون د بیلابیلو مسایلو په اړه خپل نظریات شریک کړل.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان سفیر سره ولېدل
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي اویزوف خواجه سفر ګیډویچ سره ولېدل.
لېدنه د ۲۰۲۰ زیږیزکال په مناسبت د مبارکی د مراتبو په څرګندولو او په روان زیږدیز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرو همکاریو د پراخیدو په هیله پیل شوه.
د ترکمنستان سفیر وویل چې ترکمنستان په ۲۰۲۰ کال کې د خپل بی پرېتوب پنځه ویشتمه کالیزه، د سیمې هېوادونو د جمهورو رئیسانو په حضور کې د ۲۰۲۰ د ډسمبر په ۱۱ تر ۱۲ نېټه د یوه محفل په ترڅ کې نمانځي.
د ترکمنستان لوري پدې تړاو د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس په نوم پدې مراسمو کې ګډون لپاره د هغه هېواد د جمهور رئیس بلنلیک ښاغلي ادریس زمان ته وړاندې کړ.
بهرنیو چارو وزیر دخوشالی اظهارولو په ترڅ کې او د هغه هېواد د بی پرېتوب د ۲۵ کالیزې د نمانځنې په خاطر ترکمنستان دولت ته بریالیتوب د هیلو په څرګندولو سره، د افغانستان په مسئلو کې ېې د ترکمنستان بی پرېتوب وستایه.
بیا وروسته دواړو لورو د ګډو اقتصادي پروژو او د سیمه ییزی نښلېدا په اړه خبرې وکړې او ۲۰۲۰ کال ېې، د ګډو پروژو د عملي کېدو او دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اخیزو اړیکو د لاځواکمنېدا لپاره، ښه او نېکمرغه پېل وباله.
.
په کابل کې د ایران سفیر سره د سرپرست وزیر لیدنه
کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان نن سهار په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاعلي بهادر امینیان سره ولیدل.
په پېل کې، ښاغلي زمان د قاسم سلیماني د مړينې، او همدا رنګه د هغو افغان، ایرانیانو او نورور هیوادونو وګړو د مړینې په تړاو خپله خواشیني څرګنده کړه چې د اوکراین (PS752) پرواز په وروستۍ پېښه کې یې کیف ته د تلو پرمهال په ایران کې خپل ژوند له لاسه وکړ.
د ایران سفیر هم په خپل وار سره خپله خواشیني مراتب څرګند کړل او ښاغلي زمان ته یې ډاډ ورکړ چې د یادې پېښې د هراړخیز څېړولو لپاره یی دولت چمتوالی لري.
د ایران دولت د چمتوالي په تائیدولو سره، ښاغلي زمان د PS752 پېښې دقربانیو کورنیو لپاره د همغږۍ او ځواب ورکړې نړیوال ګروپ د تشکیل په اړه خبرې وکړې. هغه دا نوښت یو مناسب اقدام وباله چې د اړوندو هېوادونو له خوا ترسره کېږي او په یاده ډله کې یې د غړي په توګه د افغانستان د ونډې په اړه ډاډ ورکړ.
په تهران کې د PS752 د الوتکې د سقوط د قربانیانو کورنیو لپاره د نړیوالې همغږۍ او غبرګون د ډلې تشکیل
کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلالتمآب ادریس زمان د PS752 د الوتکې د سقوط قربانیانو کورنیو لپاره د نړیوالې همغږۍ او غبرګون ډلې د تشکیلیدلو طرحه چې د کاناډا لخوا جوړه شوې، تائید کړه.
ښاغلي زمان د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي فرانسوا – فیلیپ شامپاین او د نورو هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د راغورځېدو له پيښې اغیزمن شوي، ګډې ټیلیفوني خبرې اترې وکړې. دوی هوکړه وکړه چې د قربانیانو کورنیو لپاره به د نړیوالې همغږۍ او غبرګون ډله رامنځ ته کړي.
ټولو ګډون کوونکو هېوادونو د الوتکې د راغورځېدو د لاملونو په تړاو د بشپړې او شفافې پلټنې پر اړتیا ټینګار وکړ تر څو د قربانیانو کورنۍ او دوستان هغه ځوابونه ترلاسه کړي چې دوی يې مستحق دي. دوی همداراز هوکړه وکړه چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به خپلو نږدې اړیکو او ګډ کار او همداراز د دغه غمجنې پېښې د شفافیت او حساب ورکړې ډاډمنولو په موخه له نورو نړیوالو همکارانو سره هم خبرو اترو ته دوام ورکوي.
د پيښې په اړه د ایران حکومت د وروستي اعلان پر بنسټ، مونږ په ټولو هغو هېوادونو چې له دغه پیښې اغیزمن شوي غږ کوو چې د شفافیت او حساب ورکړې ډاډمنولو او همداراز د قربانیانو کورنیو ته د اړینو مالوماتو او مرستې وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ساحه پراخه او له نږدې په اړیکه کې پاتې شي.
د بهرنیو چارو وزارت د اساسې قانون د تصویب شپاړلسمه کلیزې ولمانځله
کابل – د اساسی قانون د کالیزې د لمانځنې اونۍ په درشل کې، د بهرنیو چارو وزارت یاده کلیزه د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفات په سالون کې ولمانځله.
په دې لمانځغونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلې ادریس زمان، د اساسې قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلې محمد قاسم هاشمزی، د ملې شورا د دواړو خونو د نړیوالو اړیکو کمیسیونونو رئیسان، د یو شمیر وزارتخانو او خپلواکو ادارو استازو او د بهرنیو چارو وزارت کارکونکو ګډون کړی و.
وینا کوونکو د اساسې قانون پر تاریخ رڼا واچوله او په ټولنه کې د اساسې قانون پر حاکمیت، اهمیت او له قانون څخه د خلکو متابعت په اړه په تفصیلي توګه وغیږیدل.
په حيدر آباد کي د افغان جنرال قونسلګرۍ پرانيستنه
حیدر آباد – د هندوستان په حيدرآباد ښار کې نوې افغان جنرال قونسلګري پرانيستل سوه.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د جلالتمآب ولسمشر له لارښوونې سره سم، نن د هندوستان د تلنګانه او اندراپردېش ايالتونو په ګډ مرکز-حيدرآباد- کې د افغانستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسلګري د بهرنيو چارو وزارت د ادارې او سرچينو مرستيالۍ آغلې ناهيد ايثار او د تلنګانه ايالت د کورنيو چارو، محابسو او اوروژنې د خدماتو د وزير ښاغلي محمد محمود علي لخوا پرانيستل سوه.
د دې قونسلګرۍ د پرانيستنې موخه په سهيلي هند کې د سوداګرۍ او اقتصاد له فرصتونو څخه د هيواد د ښېرازۍ په موخه غوره ګټه آخیستنې؛ د افغانستان او سويلي هند تر منځ د سوداګرۍ لا پراخیدا او هلته مېشتو افغانانو ته د اړينو چوپړونو په ښه ډول ترسره کول دي.
د نوۍ افغان جنرال قونسلګرۍ په پرانيستني سره په هند کي د هيواد د سياسي او قونسلي استازوليو شمېر دريو ته لوړ سو.
همدغه راز د بهرنیو چارو وزارت د اداري او سرچېنو معینې چې هند ته د دې قونسولګرۍ د پرانیتسو لپاره هند ته تللې، د تلنګانه ایالت والي آغلې تمیلی سای سوندرا راجان سره د هغوی په دفتر کې په توګه ولیدل. دواړو لورو د نوی افغان جنرال قونسلګرۍ پرانیسته د سویلي هند او افغانستان د لا نږدیوالي په پار یو اړین او ارزشتمن ګام وباله او هغه ېې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراخیدا او په افغانستان کې ېې د هندی پانګونې جلبولو لپاره یوه ښه پيلامه وبلله.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ګډو ګتو، ملګرو ملتونو او سوېلي آسیا په برخه کې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر سره ټلېفوني خبرې وکړې
کابل – د ا. ا. ج. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان پرون ماښام د ګډو ګټو، ملګرو ملتونو او سوېلي آسیا په برخه کې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لارد احمد سره ټلیفوني خبرې وکړې.
دواړو خواوو په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو د زیاتېدو په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ټینګار یې وکړ، څرنګه چې په سیمه کې حالات مخ په خرابېدو دي نو هر ډول هڅې باید وشي ترڅو نه یوازې فشارونه کم شي بلکه په افغانستان باندې يې د احتمالي منفې اغېز څخه هم مخنیوی وشي.
په پای کې ښاغلي زمان، افغانستان سره د برېټانیا د دوامداره ملاتړ په پار، له ښاغلي احمد څخه مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
په وزارت کې د اصلاحاتي ټولګې په تړاو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر خبري ناسته
کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان او د دې وزارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلي میرویس ناب، نن په بهرنیو چارو وزارت کې، په یوې خبرې ناسته کې، د اصلاحاتو د هراړخیزی ټولګې په تړاو او په تېره بیا په لاندی څلورګونو محورونو باندې په تفصیل خبرې وکړې:
نوموړی اصلاحی ټولګه څلور اساسی محورونه لري: د بهرنی سیاست د اډانې او په بهر کې د سیاسي او قونسولي نمایندګیو متحول کول، د استخدام، ارتقاء، مکافاتو او مجازاتو د توګی او طریقی متحول کول او د استخدام بهیر قانوني کول، د کاري پروسو او د مالوماتي ټېکنالوجۍ د بیخبنا متحول کول او قونسولي خدماتو لپاره د اسانتیاو رامنخ ته کول.
د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحی ټولګې طرحې، د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو کمیسیون، د ملي شورا غړو، د مالېې محترم وزارت، د احصاېې لوی رئیس او د ملي تدارکاتو کمیسیون رئیس سره په سلامشوره او همغږی کې ترتیب شوې دي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدغه راز زیاته کړه، دغه اصلاحې ټولګه د اصلاحاتو او سمونونو له هلو ځلو سره په پرتلنه کې د بهرنیو چارو وزارت په کاري تاریخ کې مخینه نلري او د هېواد د بهرني سیاست اډانې ټولو ستونځو ته رسیدګۍ لپاره لازم او اړین اقدامات رانغاړي. په پام کې ده چې د هغې په عملي کېدو سره د یوې بهتره، کارنده او اغیزمن بهرني سیاست اډانې رغولو شاهدان واوسو.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د بریتانیا سفیر او د فرانسې او آلمان شارژدافېرانو سره ولېدل
کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان نن له غرمې مخکې د بریتانیا شاهي هیواد سفیرې او د فرانسی او جرمني سفارتونو له شارژدافیرانو سره ولېدل.
پدې لېدنه کې ښاغلي زمان سره د بریتانیا، فرانسی او آلمان هېوادونو د استازو له خوا، هغه اعتراضی دیمارش مطرح شو چې د ایران له لورې د ګډ اقدام د جامع برنامی (برجام) د نقضولو په هکله د دریواړو هیوادونو د استازو لخوا ترتیب شوی وو. دغه دیمارش د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په غبرګون کې، چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۰ مه په مسکو کې جوړه شوې وه، د دې درېواړو هیوادونو لخوا ترتیب شو وو.
په پای کې ټولو لورو په سیمه کې حالاتو خرابیدو ته په کتو سره ایران دولت له خوا د برجام نه رعایت د احتمال په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بریتانیا سفیر سره ولېدل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان، نن له غرمې مخکې په کابل کې استوګن د بریتانیا له سفیرې آغلي الېسون بلیک سره ولېدل.
په پیل کې دواړو لورو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د علاقې وړ موضوعګانو په اړه ېې بحث وکړ.
دواړو لورو همدغه راز په سیمه کې د راټوکیدونکي احتمالي کړکیچ په پار خپلو ملاحظاتو په اړه نظریېې سره تبادله کړې او هیله یې څرګنده کړه چې متنازع لوري په سیمه کې د بی ثباتۍ د رامنځته کېدو له هرډول بالقوه اقدام څخه ډډه وکړي.
په ورته وخت کې، د بریتانیا سفیری د ۲۰۲۰کال د جنوری ۳۱، د بریګزیټ دمهالني جدول په اړه ښاغلي زمان ته مالومات وړاندې کړل او د بریګزیټ پروګرام پلې کولو لپاره ېې د علیا حضرتې د دولت تیاریو ته هم اشاره وکړه.
په پای کې، دواړو لورو هېله مندي څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې، اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو وروسته، دوام او پراختیا ومومي.
په بهرنیو چارو وزارت کې د متحده ایالاتو سفیر د مخه ښې غونډه
کابل – د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلالتمآب ادریس زمان نن ماښام په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس د مخه ښې په پار جوړه شوې وه.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ښاغلي جان بس ماموریت په دوران کې د نوموړي خدمتونو په ستاینې سره یاده غونډه پرانیسته او نوموړي ته یې په راتلونکو چارو کې د بریا هېله څرګنده کړه.
ښاغلي زمان له افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستې او ملاتړ د ستاینې ترڅنګ د ښاغلي جان بس ماموریت د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا لپاره هیله بښونکی وباله.
ښاغلي جان بس د متحده ایالاتو د دولت له لوري د یوه سوله ییز، باثباته او نېکمرغه افغانستان لپاره د دوامداره همکاریو او ژمنو په اړه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ځانګړي استازي سره د بهرنيو چارو سرپرست وزير ليدنه
کابل - د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلالتمآب ادریس زمان نن سهار د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ځانګړي استازي ښاغلي تادامیچی یاماماتو سره وکتل.
دواړو خواوو د سولې او ولسمشریزو ټاکنو په ګډون پر یو شمېر مسایلو خپل نظریات شریک کړل.
ښاغلي یاماماتو د بهرنیو چارو وزیر ته د ولسمشریزو ټاکنو په بریالۍ توګه ترسره کېدو مبارکي ورکړه او له ٢٠۰۴ راهیسې یي دغه ټاکنې چې د افغانانو لخوا ترسره شوې تر ټولو شفافې او معتبرې ټاکنې وبللې.
د بهرنیو چارو وزير په افغانستان کې د ډيموکراتیک بهیر څخه د یوناما د ملاتړ له امله مننه وکړه او له ښاغلي یاماماتو سره یي د سولې اوه ماده ییز پلان په تړاو د افغانستان دولت د سولې لیدلوری شریک کړ.
په پای کې دواړو خواوو د سوکاله، باثباته او نیکمرغه افغانستان هيله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشر سره ولېدل
کابل ـ د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلالتمآب ادریس زمان، نن له غرمې وروسته، په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس ښاغلي هنري کرالي سره ولېدل.
د لېدنې په پېل کې، د نړیوال بانک رئیس د استانبول ـ اسیا زړه پروسې په بریالی توګه دایرولو په خاطر د مبارکی ویلو په ترڅ کې لېوالتیا ښکاره کړه څو د استانبول ـ اسیا زړه پروسې د ملاتړي په توګه په راتلونکې کې فعاله ونډه واخلي چې په پرنسیپ کې د بهرنیو چارو وزیر په دې برخه هغه سره هوکړه او د همکاري یادونه وکړه.
جلالتمآب ادریس زمان له سولې څخه وروسته افغانستان کې د جګړه مارو د بېا ادغام، د شخړو د هواري او همدغه راز په سیمه کې د سوداګري او ترانزیټ په پراخېدا کې د نړیوال بانک د رول په تړاو مالومات وړاندې کړل.
همدغه شان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مالي مرستندویانو دکنفرانس جوړولو په تړاو چې د راتلونکي میلادي کال په مني کې به جوړ شي په تفصیل سره خبرې وکړې.
بیا وروسته د نړیوال بانک رئیس د پرمختیايي سلامشورو په برخه کې، د افغانستان د بیا رغونې صندوق پروګرامونو ته په کتو سره چې د نوي میلادي کال په لومړۍ میاشت کې به پېل او د افغانستان دولت له ټيکاومنو پرمختیايي موخو او د اقتصادي – پرمختیايي لومړیتوبونو سره سم به ترتیب شي، مالومات وړاندې کړل. او په دې برخه کې ېې بهرنیو چارو وزیر ته د دې بنسټ د چمتوالي په هکله ډاډ ورکړ.












