جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸، ۱۲:۵۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ترکمنستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

د ترکمنستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین لیدنه

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان نن له غرمې وروسته د ترکمنستان سفیر ښاغلي آویزوف خواجه سفرګیلدیویچ سره وکتل.

په دغه ناسته کې په دوه اړخیزو اړیکو او د متقابلو ګټو پر مسایلو خبرې وشوې.

د ترکمنستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ته د نوې دندې مبارکې ورکړه او د هغه مبارکۍ پیغام له امله يې د بهرنیو چارو وزارت معین څخه مننه وکړه چې خپل ترکمن سیال ته يې استولی و.

ښاغلي سفرګیلدیویچ د خپل سفارت د فعالیتونو او په فبروري میاشت کې عشق آباد ته د افغان ولسمشر د سفر چمتوالې، او د یاد سفر په اوږدو کې د لاسلیکېدونکو دوه اړخیزو اسنادو  لکه جوزجان ولایت ته د برښنا رسونې او هرات ولایت ته د برښنا رسولو مقدار د زیاتولو اسنادو د نهائي کېدو په اړه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ته مالومات ورکړل، او ډاډ يې ورکړ چې د TAP500 پروژې کارونه په سمه توګه مخ پر وړاندې روان دي..

ښاغلي ادریس زمان د ترکمنستان سفیر ته د کابل بهیر راتلونکې ناستې په اړه د مالوماتو ورکولو ترڅنګ، خبر ورکړ چې دغه ناسته ترکمنستان ته د ولسمشر غني د مهم سفر له امله ځنډول شوې. نوموړي همداراز د ولسمشر غني په دغه مهم سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپیاوړتیا هيله وښوده.

دواړو خواوو همداراز د ټرانزیت لارې او ځینو نورو دوه اړخیزو توافقاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل.

د ترکمنستان سفیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر څخه د خپل هېواد پر ملاټړ ټینګار وکړ او د سولې پروسه يې د ټولې سیمې لپاره مهمه وبلله.

Read 141 times
Go to top