پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۴۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

اداري فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې د بی بنسټه راپور خپرولو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

||| ||| |||

 

کابل – اداري فساد په وړاندې د ګډې څارنې او ارزونې  خپلواکې کمېټې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په اړه راپور خپور کړی چې منل شویو علمي څېړنیزو معیارونو څخه تش او بی برخې  او د پلویتوب له مخې چمتو  او ترتیب شوی دی. یو څېړنیز  بنسټ اړینه ده د دغه شان راپورونو په خپرولو کې  مسلکي حد اقل معیارونه او ځانګړنېپه  پام کې ونیسي او کړنه ېې مسئولانه وي، خو په خواشینۍ سره د دې راپور په خپرولو کې د بی پرېتوب اصل نده رعایت شوی.

د ډېپلوماتیکو فعالیتونو له  ضرورت سره متناسب، بهرنیو چارو وزارت په ډېرو هېوادونو کې له نورو  بنسټونو سره توپير کې د انساني ځواکونو د استخدام او جذبولو په  بهیر کې خپل ځانګړیز میکانیزمونه لري. په همدې ترتیب، هرډول اجراآت چې د هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شوي دي، رڼه، د اصلاحاتو په لاره کې، او د ډېپلوماتیکو او قونسولی خدمتونو د کارکوونکو له قانون او له نړیوالو منل شویو بیلګو  سره برابر دي.

د ملي وحدت حکومت په رامنځ ته کېدو  او په بهرنیو چارو وزارت کې  د کادري اصلاحاتو په  پېلېدو سره، د بشري سرچینو د مالوماتو سیستم په هغه ډول چې  موجودو شرایطو ته ځواب وویل شي، رامنځ ته شوی دی او د بهرنیو چارو وزارت د استخدام په لارو چارو، د اصلاحي برنامو په عملي کولو، او فساد په وړاندی په مبارزه کې د نورو ټولو بنسټونو پرتله په  لوړه کچه مخکش پاتې شو دَی او پدې لاره کې ېې  په خپلو ژمنو عمل کړی دی:

  • د هېواد ټول نافذه قوانین د دېپلوماتیکو او قونسولي خدمتونو د کارکوونکو قانون په ګډون، هغه شان چې لازمي وو پلې شوي دي..
  • د بهرنیو چارو وزارت د  داخلي څېړنې او پلټنې عالي اداره، په ټول کال کې په بهرنیو چارو وزارت کی د هېواد د نافذه قوانینو د پلې کولو او فساد په وړاندی د مبارزې له څرنګوالي څارنه او څېړنه کوي.
  • که څه هم د قانون له مخې، بهرنیو چارو وزارت ته د ورودي کانکور دایرولو لپاره هېڅ الزامیت  شتون نلري، خو بیا هم له ۲۰۰۹ کال رادیخوا اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون، پارلمان، چارو اداری استازو او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استازو سره په همغږۍ او همکارۍ کې پنځه ځله د کانکور ازموینې دایرې شوي، چې په پایله کې ېې نخبه او مستعد ځوانان  دې وزارت ته جذب شول؛ په دوو وروستیو کلونو کې هم  د بهرنیو چارو وزارت ټولې ګمارنی د کانکور د رڼې ازموینې په اساس  شوي دي.
  • له ۲۰۱۵ میلادی څخه وروسته د امکان تر بریده هڅه شوې ده څو بهرنیو چارو وزارت کې د ننه د مامورینو استخدامولو په بهیر کې او له هېواده  په بهر ګومارنو کې  له لاسوهنو مخنېوۍ وشي.
  • هغه کارمن چې ۲۰۱۵ کال څخه رادیخوا په بهرنیو چارو وزارت کې استخدام شوي دي ، ټول ېې لېسانس، ماسترۍ اود دوکتورا درجی سویه لري . د دولسمو ټولګیو فارغان چې په تېرو دورو کې استخدام شوي وو ، په وروستیو وختونو کې خپلو دندو څخه منفصل شول.
  • د بهرنیو چارو وزارت د ډېپلوماسۍ انستیتوت په هېواد کې د یوه مخینه لرونکي او له غوره اعتباره د برخمن بنسټ په توګه، نه یوازی داچې د دې وزارت ډېپلوماتانو ته ، بلکې د نورو بنسټونو کارمنو ته هم هر کال کې د دېپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخو کې زدکړې ورکوي.
  • له هېواده بهر مقرریو کې یو معیار له نړیوالو ژبو څخه په یوې هغی ژبی پوهېدنه ده چې بهرنیو چارو وزارت ورته اړتیا لري او هم د سیاسی – ډېپلوماسي کورس سند درلودل دي چې په بهرنیو چارو وزارت کې په لوړه کچه د زدکړې لوړ مهاله پروګرام دی،
  • په بهرنیو چارو وزارت کې د ډېپلوماتیکو او قونسولي خدمتونو د قانون تعدیلولو طرحې په اړه کار په عملې توګه پېل شوَی دَی.

پاسنویو ‎مواردو ته په پام سره، هغه څه چې د نوموړې کمېټې  په راپور کې د سپارښتنو په عنوان راغلي دي، مخکې له مخکې په بهرنیو چارو وزارت کې عملي شوي یا د پلې کېدو په حال کې دي.

پدې راپور کې همدغه شان سپارښتنه شوې څو هغه کارمن چې له  طرزالعمل بغیر  استخدام او وزارت کې شامل شوي دي ، لوېې څارنوالۍ ته دې وروپېژندل شي، چې دا وړاندیز، د افغانستان له قوانینو څخه د راپور ترتیبوونکې د ناخبرۍ ښکارندوی دَی. ځکه چې د قانون له مخې هغه عمل د عدلې ځارنې وړ بلل کیږي چې مخکې له مخکې په قانون کې د جرم په نوم پېژندل شوی وي .

بهرنیو چارو وزارت، دا  راپور په ناسمو مالوماتو تکیه کولو ، پدې وزارت کې  ترسره شویو اصلاحاتو باندې سترګو پټولو،  تکراري او بېځایه سفارشونو وړاندې کولو، او د ترتیبوونکو ل  شخصي رخې او عقدو او علایقو څخه د اغیزمنتیا او د دې وزارت په وړاندې د سلیقه ای او سیاسي چارچلند په دلیل بی بنسټه بولي او هغه په کلکه ردوي. بهرنیو چارو وزارت د تېر په څېر پدې نهاد کې بنسټیزو او د سلیقی له اغیزی پرته اصلاحاتو پرمخ وړلو ته ژمن پاتې شوی او پدې برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

Read 651 times
Go to top