پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۱:۳۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د امریکا په متحده ایالاتو کې د پاکستان سفير د څرګندونو په تړاو د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

||| ||| |||

 

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت، د امريکا په متحده ايالاتو کې د پاکستان اسلامي جمهوريت د سفير ښاغلي اسد مجيد خان څرګندونې، چې ويلې يې دي په کشمير کې روان کړکيچ د افغانستان د سولې پر بهير اغېز لري، پرته له مسئوليت څخه ګڼي.

د افغانستان د سولې بهير پورې د کشمير د کړکېچ تړاو ورکول، په افغانستان کې د سولې د راستلو په ارتباط د بدنيتۍ ښکارندوى دى. د افغانستان اسلامي جمهوريت، په ښه ګانديتوب او د خبرو اترو له لارې د ستونځو په اوارولو باندې په ټينکار سره، له پاکستان څخه غواړي چې په رېښتيني ډول د افغانستان د سولې بهير سره د مرستې کولو په پار خپلې ژمنې عملي او پر هغو ولاړ وي.

Read 567 times

Last modified on یکشنبه, 27/05/1398

Go to top