پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په ۲۴ ساعته توګه د تورخم د تلو لارې پرانیستو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

||| ||| |||

 

کابل – د تورخم تلو لاره په ۲۴ ساعته توګه، د ناروغانو، د افغانستان اسلامی جمهوریت او پاکستان اسلامی جمهوریت ترمنځ سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو برابرولو په موخه، پرانیسل شوه.

د افغانستان اسلامی جمهوریت بهرنیو چارو وزارت، په ۲۴ ساعته ډول پدی تلو لاری تګ راتګ لپاره د هغه هېواد دولت له لورې د پاکستان اسلامي جمهوریت ژمنې له عملي کیدو څخه د هرکلی په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمی پولي په توګه د ډیورند کرښې په رسمیت نه پېژندنی په اړه د افغانستان اسلامی جمهوریت پر همیشني دریځ تاکید او ټینګار کوي.

Read 501 times
Go to top