پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۱۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر په وړاندې د آی اس آی پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

||| ||| |||

 

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان(آی اس آی) له خوا په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر احضارولو او د دې سازمان د پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو    د خپل کلک اعتراض او اندېښنې مراتب اظهاروي او دا عمل د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځلې بیا پاکستان حکومت څخه غواړي چی افغانستان سره خپلې ډېپلوماتیکې اړیکو ته دې دنړیوالو کنوانسیونونو او د ډېپلوماتیک منل شوي دود په رڼا او مطابقت کې چلند وکړي.

همدغه راز د افغانستان اسلامي جمهوریت په کابل کې د پاکستان اسلامي جمهوریت سفارت د امنیتي اندېښنو د ادعا په تړاو، چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې او په کابل کې د نوموړي سفارت د قونسولی برخې د بندیدو سبب شوې، څرګندوي چې دا ادعا د افغانستان دولت له لورې په جدي توګه څیړل کیږي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان دولت د هغه هېواد او د نورو سفارتونو ډېپلوماتانو مصئونیت تامینولو ته ژمن او متعهد دی.

Read 573 times
Go to top