پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۱۷ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د پاکستان لخوا د اسلم فاروقی د غوښتنې په هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه

||| ||| |||

کابل –  د پاکستان دولت هغه یاداشت چې په هغه کې یې د اسلم فاروقی د ورتسلیمولو غوښتنه کړې ده د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ترلاسه کړ. اسلم فاروقی د داعش ډلې هغه مشر ده چې په افغانستان کې یې ډیر جنایات ترسره کړي دي. پر نوموړي د ډیرو هغو عملیاتو د رهبرۍ تور دې چې په نتیجه کې ګڼ شمیر ملکي افغانان او سرتیري شهیدان شوي دي. له ده سره به د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ چلند وسي. افغانستان د ترورستانو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي، یوشان قانوني چلند ورسره کوي او د تروریزم ضد مبارزې ټولو تعهداتو ته ژمن ده.

له هغه ځایه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون نه دې موجود، اسلم فاروقی سره به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ چلند وسي.

دواړه هیوادونه کولای سي چې د افغانستان او پاکستان د سولې او سوکالی د عمل د مشترک پلان (APAPPS) په چوکاټ کې د هغو اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې مشترکې هڅې وکړي چې د تروریزم سره د مبارزې په لار کې مرسته وکړای سي.

Read 584 times

Last modified on جمعه, 22/01/1399

Go to top