پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۵۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د کورونا ویروس سره د مبارزې په جریان کې د پاکستان د اسلامی جمهوریت د مرستو قدرداني

||| ||| |||

کابل – دا چې نړی او سیمه د کورونا ویروس له ناورین څخه په کلکه اغیزمنه شوې ده، د دوست او همسایه هیواد پاکستان مرستې موږ ته د قدر وړ دي. په دې سختو شرایطو کې د پاکستان جمهوري دولت افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړه. افغان مهاجرو ته وړیا روغتیایي خدمات، محصلینو ته د لیلیې آسانتیاوې، افغان مسافرو ته د سفر اجازه او د تجارانو پر مخ د تورخم او چمن بندرونونو بیاپرانیستل هغه مرستې دي چې افغان دولت د قدر په سترګه ورته ګوري.

موږ په داسې حال کې چې دوست هیواد پاکستان او ته له کورونا ویروس سره په مبارزه کې د بریا هیله کوو، په دې باور یو چې له دې نړیوال ناورین سره اغیزمنه مبارزه د نړی د ملتونو ترمنځ واحد دریځ او همکارۍ ته اړتیا لري.

Read 402 times

Last modified on جمعه, 22/01/1399

Go to top