پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۱:۵۴ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه

||| ||| |||

 

ښاغلي محمد حنیف اتمر، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر  په ۱/۴/۱۳۹۹ل نېټه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځنۍ رسمي لېدنې لپاره تهران ته سفر وکړ.

په دې سفر کې ښاغلي اتمر او ور سره مل پلاوي غړو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره له لېدنې برسیره، د هغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا له سلاکار، د کورنیو چارو وزیر، د انرژۍ وزیر او د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزې هوساینې وزیر سره لېدنې تر سره کړې.

په دې لېدنو کې، دواړو لوریو د اتو کاري کمېټو په جوړښت کې د پراخ سند، د افغان وګړو د اوسېدنې قانونمندۍ، د پولو، کار او اوبو همکاري، د فرهنګي، انرژۍ او د روغتیا همکاریو د کمېټو  په ګډون، په بېلابېلو اړخونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه هر اړخیزه بحثونه او خبرې وکړې، نظرونه یې سره شریک کړل او پر لاندې پایلو یې هوکړه وکړه:

۱- د دوه اړخیزه اړیکو د بنسټیزه کولو او تنظیمولو په موخه، دواړو اړخونو د دواړو هېوادونو  تر منځ د سټراټيژیکو همکاریو د پراخ سند د بشپړولو د خبرو د دوام پر اړتیا او په درو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو/جمهور رئیسانو د لاسلیک لپاره د یاد شوي سند پر چمتو کولو هوکړه وکړه.

۲- د ایران اسلامي جموریت د افغانستان د دولت او وګړو په مالکیت او مشرۍ، د سولې له پروسې/بهیر  څخه د هرکلي تر څنګ، آمادګي اعلان کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د غوښتنې په صورت کې، د بین الافغاني خبرو د بهیر د اسانتیا او د دې خبرو د کوربه توب لپاره خپل ظرفیت او امکانات په کار واچوي.  

۳- دواړو لوریو د بین الافغاني خبرو د ژر پیل په موخه، د باورجوړولو او مثبتې فضا د را منځ ته کولو او د تلپاتې اوربند او سولې ټینګښت ته د لاسرسي په منظور، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو  پر اړتیا، ټینګار وکړ.

۴- په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع اهمیت ته په پام سره، دواړه اړخونو د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو او مشورو  پر پیاوړتیا او د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام څخه د ملاتړ او د خبرو د اسانتیا په موخه، په سیمه کې د موجودو ظرفیتونو پر فعالولو ټینګار وکړ. دې موخې ته د رسیدو لپاره، د افغانستان په محوریت سره د یوه سیمه ییزه نوښت/ابتکار جوړولو پر اړتیا، د ګاونډیو هېوادونو ګډون او د نورو ټولو اغیز لرونکو هېوادونو مشارکت او د بین الافغاني خبرو او سولې له بهیر څخه د ملاتړ  په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان پر رول هوکړه وکړه.

۵- دواړو لوریو په نړیواله ټولنه کې د دواړو هېوادونو ښې همکارۍ او غوره همغږۍ او د علاقې اړوند موضوعاتو او ګډو اندېښنو ته په اشارې، له هغې جملې بشري حقونه او د وګړو د حقونو څخه ملاتړ او په راتلونکي کې د دغو همکاریو پر دوام، ټینګار وکړ. 

۶- دواړو اړخونو د اطلاع رسولو په موخه د رسنیو په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د عمومي فکرونو د دوه اړخیزه پوهاوي د کچې لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې تړاو به، په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ د رسنیو همکاري پیاوړتیا او پراختیا ومومي.

۷- د دواړو هېوادونو د تاریخي-تمدني میراث په حوزه کې د ډیرو ګډو ټکو او ارزښتونو شتون ته په پام سره، پریکړه وشوه، د ایران اسلامي جمهوریت د فرهنګ او ارشاد او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه، همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت د ښوونې او روزنې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارتونه، د ژبني، دیني او فرهنګي ګډ میراث په حوزه کې د ګډو پروګرامونو د پلي کولو او همدارنګه د ښوونیزو همکاریو په برخه کې، اړین اقدامات تر سره کړي او د دغو پروګرامونو او همکاریو په تړاو اسناد برابر، چمتو او مبادله کړي.

۸- د وروستیو پېښو په اړه چې د بشري تلفاتو لامل شول، په جزییاتو سره پرې بحث او خبرې وشوې او ایراني اړخ افغاني لوري ته د څېړنو او پلټنو د پرمختګ معلومات ورکړل او دواړه لوریو هوکړه وکړه چې ور ته شان ناوړه، خواشینوونکو او  دردونکو پېښو د نه تکراریدو لپاره تدابیر ونیسي.

۹- دواړو لوریو د یوه او بل په خاورې کې د وګړو د شتون د قانونمندۍ او امنیتي او پولو کمېټو ته دنده وسپارل شوه تر څو د دواړو هېوادونو د ګډې پولې امنیت د خوندیتوب په برخه کې، د غیرقانوني تګ راتګ او د انسان او نا قانونه توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین تدابیر په کار واچوي. په دې تړاو، دواړو اړخونو د افغانستان له لوري په خالي شویو سرحدي پوستو کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو اړتیا او همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت د ویزې صدور د اسانولو موضوع یې د پام وړ وبلله.

۱۰- د دواړو هیوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او د نقلیه وسېلو او توکو  وړلو د اسانۍ په موخه، د جناب ښاغلي محمد حنیف اتمر د سفر په ترڅ کې، په سرحدي (جادو، اورګاډو پټلیو، هوایي او سمندري) لارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا، درملنې او روغتیایي ښوونو وزارت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت تر منځ د نړیوالو روغتیایي مقرراتو د رعایت لپاره د ګډو همکاریو هوکړه لیک یاددښت لاسلیک شو.

۱۱- دواړو اړخونو اعلان وکړ چې د سټراټیژیکو همکاریو د پراخ سند په چوکاټ کې د یوه دوه اړخیزه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د کار افغاني ځواک د قانونمند شتون د تنظیمولو تر څنګ، د ایران او افغانستان دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالینو او کارپوه/متخصص ځواکونو شتون لپاره اړین اجازه لیکونه چمتو کړي.

۱۲- دواړو لوریو د دواړو هېوادونو  تر منځ د پوله ساتي ځواکونو په وسیله د ګډو پولو  د څارنې او  دقیق او اغېزمن کنټرول اړتیا ته په پام سره، ټینګار  او ژمنه وکړه چې د یوه او بل قلمرو ته د سرحدي غیرقانونی تګ راتګ، د انسان، نشه یي توکو او نورو هر ډول غیر قانوني موادو قاچاق څخه مخنیوی وکړي.

۱۳- دواړو اړخونو د د اقتصادي، سوداګریزو، سیمه ییزو او څو اړخیزه همکاریو له هغو جملې، د ټرانزیټ او توکو د وړلو راوړلو په برخه کې هوکړه وکړه او په سیمه کې یې د سوداګریزو ټرانزیټي همکاریو د خوځنده ماشین په توګه د چابهار بندر  پر اړین رول ټینګار وکړ.

۱۴- دواړه لوریو د پولي په وروستیو بندرونو کې د هوساینې اسانتیاوو چمتو کولو اړتیا ته پام ور واړاوه او په ځانګړي ډول یې هوکړه وکړه چې د دوغارون په پوله کې د تلو راتلو لارې د بنسټ ترمیمولو او پخولو لپاره هر څومره ژر چې کیدای شي، په ګډه توګه اقدام وکړي.

۱۵- دواړو اړخونو د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د دوام په اړه، په ځانګړې توګه د نوي کیدونکې انرژۍ پر سر هوکړه وکړه.  

Read 110 times
Go to top