پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۳۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د کونړ ولایت اړوند سیمو باندې د پاکستاني پوځ راکیټي بریدونه غندي

||| ||| |||

۲۵ چنگاښ ۱۳۹۹

کابل – د افغانستان اسلامی جمهوریت د پاکستان د پوځ له لوري د کونړ اړوندو سیمو باندې راکیټي بریدونه چې د ځاني او مالي تلفاتوسبب ګرځیدلی په کلکو ټکو غندي.

د افغانستان زړوه ورو دفاعي او امنیتي ځواکونو د وظیفې په حکم د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه د دفاع په لار کې، د تل په څیر، خپله سپیڅلې دنده ترسره کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې د پاکستان لوري هوکړه وکړه، ترڅو ډزبند تامین او په سیمه کې د دواړو هیوادونو د پوځي مسؤلینو د بیرق لاندې غونډه جوړه سي.

د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول راکیټي بریدونه څې د ملکي تلفاتو سبب هم ګرځیدلي د افغانستان د دولت د منلو وړ نه دي او د پاکستان پر دولت غږ کوي ترڅو له دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي.

دا ډول بریدونه او د دیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د خپلسرو تاسیساتو رامنځ ته کول چې د دواړو هیوادونو تر منځ د کړکیچ لامل ګرځیدلاې سي، په هیڅ وجه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته د منلو وړ نه دي.

افغانستان چمتو دۍ څې ورته دوه اړخیزو مسایلو باندې له دیپلوماتیکو لارو خبرې وکړي.

Read 251 times

Last modified on شنبه, 28/04/1399

Go to top