پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۴۵ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د راکیټي بریدونو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعتراضیه اعلامیه

||| ||| |||

۲۷ چنگاښ ۱۳۹۹

کابل – د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د راکیټي بریدونو په هکله چې د کنړ ولایت مرکز د اسعداباد ښار باندې شوي وه، پاکستان حکومت ته د اعتراض او اندیښنې شدید مراتب څرګند کړل.

د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر او همدارنګه په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت لخوا د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو سره په اړیکه کې د نوموړي هېواد د پوځ لخوا د ډيورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د راکیټي بریدونو په اړه د افغانستان د دولت د اعتراض او ژورې اندیښنې مراتب څرګند کړل.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پاکستان چارواکو ته د دا ډول خواشینونکو بريدونو د دوام منفي اغیزو په اړه څې د دواړو هيوادونو په دیپلوماتیکو اړيکو باندې به یې ولري یادونه وکړه. همدا راز، د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې، پریکړه وسوه چې راکیټي بریدونه سمدلاسه بند کړي ترڅو د اوضاع د لاکړکیچنیدلو مخه ونیول سي.

همدارنګه، د دواړو هیوادونو دفاعي چارواکو ترمنځ د اړیکې له لارې د وروستۍ پیښې د علتونو څیړنه او د هغوی د تکرار د مخنیوي لپاره د موجوده جوړښتونو په نظر کې نیولو سره د دواړو لورو لخوا لازمي اقدامات ترسره سي.

Read 195 times

Last modified on شنبه, 28/04/1399

Go to top