پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۱:۱۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د پاکستاني ځواکونو لخوا د ډیوردنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په سپین بولدک ولسوالۍ باندې د ترسره شوو حملو غندنې په تړاو د د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

||| ||| |||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني ځواکونو لخوا هغه ترسره شوي بریدونه چې د زمري په ۹ مه نیټه چې د جولاې ۳۰ مې ۲۰۲۰ نیټې سره سمون خوري؛ او په پایله کې یې یو شمیر افغان وګړي شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي.

په حال کې چې د کورونا ویروس خپریدلو په ټوله نړۍ کې بیوزله او اړمن خلک د جدي اقتصادي ننګونو سره په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې مخامخ کړي دي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دواړو هیوادونو د خلکو ژوند ښه کولو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیت د دهلیزونو د خلاص ساتلو هوکړه ترسره شوی وه، د پاکستاني ځواکونو لخوا هغه بریدونه چې د عرفې مبارکې ورځ په جریان کې ترسره شوې چې دا ورځ اسلامي امت ته ځانګړی اهمیت لري، د کړنې د افغانستان خلکو ته د زورې خوابدۍ او اندیښنې لامل شوی دي.

 د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې پاکستان باید ددغه ډول حملو د بیا تکرار مخنیوي لپاره د موجوده نظامي او ډیپلوماټیک جوړښتونه وکاروي. او د منل شويو ډیپلوماټیکو اصولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ باید موجوده تړونونو ته درناوی وکړي.

همدا راز، افغانستان تل د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سولې او هوساینې ته ژمن دی او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه یې د خلکو دفاع او د داسې پيښو رامنځته کیدو په صورت کې د مناسب غبرګون پوره وړتیا هم لري.

Read 172 times

Last modified on جمعه, 10/05/1399

Go to top