پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۵۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې په سپین بولدک ولسوالۍ باندې د پنجشنبې ورځ، د زمري ۹ مې نیټې حملې غندي

||| ||| |||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې په سپين بولدک ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو لخوا د زمري میاشت ۹ مې نیټې راکټي بريدونه په کلکو ټکو غندي او پدې هکله خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ددې وضعیت د علتونو جدي څیړنې او هغو ته د رسیده‌ګۍ غوښتنه کوي.

څرنګه چې د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي پیښو د راکمولو لپاره اغیزمنه واقع سوې ده، کیدلای سي چې په آینده کې هم د ورته پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره استفاده سي.

همدا راز، د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته دوه اړخیزو میکانیزمونو په رڼا کې یوه ناسته جوړه سي او د کونړ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې وروستۍ پیښې هم وڅیړي، ترڅو په راتلونکي کې د ورته خونړیو پیښو د تکرار مخنیوي لپاره غوره د حل لارې ومومي.

Read 149 times

Last modified on یکشنبه, 12/05/1399

Go to top