سه شنبه ۴ قوس ۱۳۹۹، ۱۱:۰۴ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د بهرنیو چارو وزارت رد اعلامیه: د پاکستان هغه ادعا په تړاو چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د بنشاهي - دیر سیمې باندې بریدونه شوي

||| ||| |||

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا ردوي چې ګنې د ډیورنډ فرضي کرښې له شمال برخې څخه د بنشاهي دیر سیمه باندې چې د ډیورنډ فرضي کرښې سویل سیمو سره سر خوري ګواکې بریدونه ترسره کړي.

 افغانستان په سیمه کې د ترهګرو د پټنځایونو څخه د ترهګرۍ د اصلي قرباني په توګه تل ټینګار کوي چې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان یا نورو هیوادونو په ضد وکاروي. د افغانستان امنیتي ځواکونو  ترهګرۍ ضد مبارزه او سرښندنه یوه روښانه بیلګه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت رښتینې مبارزه د ترهګرۍ پر وړاندې په ډاګه کوي.

 دغه راز، د پاکستاني ځواکونو په غوښتنه، د پنجشنبې ورځ سهار په لسو بجو چې د  ۲۰۲۰ کال اګست ۶ مې سره سمون خوري؛ د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو ترمنځ د دیر په سیمه کې د بیرغ لاندې جلسه جوړه شوه؛ نوموړې ناسته پخپله د افغانستان حکومت غښتلې هوډ د ترهګرو  په لمنځه وړلو کې او د پاکستان دولت سره د ترهګرو  په له مینځه وړلو کې ګډه همکاري څرګندوي.

د افغانستان حکومت د ترهګرو پټنځایونو تړل د ریښتیني همکارۍ له لارې او د APAPPS دوه اړخیزو میکانیزمونو په کارولو سره اغیزمن او ګټور ګڼي ترڅو د ګډو ګواښونو سره په رښتینې توګه مبارزه وشي.

Read 278 times
Go to top