جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۷:۴۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي همکاریو په باب د ګډ کاري ګروپ درېمه ناسته - ګډه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي همکاریو په باب د ګډ کاري ګروپ درېمه ناسته - ګډه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي همکاریو په باب د ګډ کاري ګروپ درېمه ناسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د وږي په ۱۹ نېټه په کابل کې ترسره شوه. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ښاغلي ویجی ګوکهالی د دغه ناستې ګډه مشري کوله.

په دغه ناسته کې، د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي همکاریو په باب د ګډ کاري ګروپ د لومړۍ او دویمې ناستې پایلې مثبتې و ارزول شوي. دواړو خواوو له ترهګرۍ او افراطیت څخه پاکې با ثباته، سوله ایزې او سوکاله سیمې پر لور د ګډ کار د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

دواړو لوریو له افغانستان سره د هندوستان پر مرستو او د دواړو هېوادونو لپاره د ګډو ګټو سیمه ایزو مسایلو په باب خبرې اترې وکړې. دواړه خواوې په دې باور دي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ دوه اړخیزه همکاري په سیمه کې سیاسي او اقتصادي ثبات لا پیاوړی کوي.

لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاریو پیاوړي کولو سره موافق دي. هندي لوري د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې او پخلاینې بهیر څخه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

دواړو لوریو همداراز په بریالۍ توګه د یو شمېر پروژو لکه د پارلمان ودانۍ، د ستوري ماڼۍ او د افغانستان او هندوستان د دوستۍ ډيم د بشپړېدو څخه خوښي وښوده. دوی همداراز د نوي پراختیايي مشارکت په چوکاټ کې د سترو اغیز لرونکو ټولنیزو پراختیايي پروژو او زیربنايي پروژو په ګډون د خپلو پراختیايي همکاریو د لا زیاتولو هوکړه وکړه.

دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي همکاریو په باب د ګډ کاري ګروپ څلورمه ناسته به د ۲۰۱۹ میلادي کال په یو مناسبه نېټه چې د دواړو لوریو په خوښه وي په نوي ډیلي کې ترسره شي.

۱۳۹۷ د وږي ۱۹مه

د بهرنیو چارو وزارت - کابل

 

Read 385 times
Go to top