پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۲۰ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا له اعلامېې څخه د بهرنیو چارو وزارت هرکلۍ

په افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا له اعلامېې څخه د بهرنیو چارو وزارت هرکلۍ

کابل –  د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا  له اعلامېې څخه هرکلۍ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې له سیاسي ژمنتیاو او افغانستان څخه د اوږدمهاله ملاتړ او د وروستیو لاسبریاو د ساتنې په خاطر قدرداني کوي، او هغه د سولې امنیت او سوکالۍ په مسیر کې د افغانستان له خلکو او ارزښتونو څخه د ملاتړ په لاره کې یو اوچت او مهم ګام بولي.

Read 771 times
Go to top