پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۱۲:۳۳ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په سریلانکا کې د تروریستي بریدونو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پر کلیساګانو، هوټلونو او عبادت کوونکو باندې وېره اچوونکي بریدونه په ډېره شدیده توګه محکومي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د سریلانکا خلکو او دولت ته د تسلیت په څرګندولو سره د دې پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د ځغم او صبر او ټپیانو ته د ډېر ژر شفا ترلاسه کولو هيله کوي. مونږ به کلک او هوډمن د سریلانکا تر څنګ ودریږو.

Read 648 times
Go to top