سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۴۱ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د افغانستان اسلامي جمهوریت، ایران اسلامي جمهوریت او هندوستان جمهوریت د لومړۍ درې اړخیزې ناستې ګډه اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت، ایران اسلامي جمهوریت او هندوستان جمهوریت د لومړۍ درې اړخیزې ناستې ګډه اعلامیه

کابل - د افغانستان اسلامي جمهوریت، ایران اسلامي جمهوریت او هندوستان جمهوریت لومړۍ درې اړخیزه ناسته  د ۱۳۹۷ لمریز کال د وږي په ۲۰مه نېټه د بهرنیو چارو معینانو په کچه په کابل کې ترسره شوه.

د ناستې مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په غاړه لرله. د هندوستان او ایران د پلاوو مشري د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجی ګوکهالې او ایران د بهرنیو چارو وزارت معین ډاکټر عباس عراقچي لخوا کېدله.

ناستې د چابهار او همداراز د ترهګرۍ، افراطیت او نشه يی توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ډیرولو او د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې بهیر څخه د دوامداره ملاتړ په ګډون د اقتصادي همکاریو په لا پیاوړتیا تمرکز وکړ. لوریو هوکړه وکړه چې د سلامشورو راتلونکي پړاو ناسته به د ۲۰۱۹ز کال په یو مناسبه نېټه په هند کې ترسره شي.

Read 625 times

Last modified on سه‌شنبه, 20/06/1397

Go to top