سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۴۲ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د ډېپلوماتانو د عمر او د تقاعد مرحلې له بشپړوېدو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو په وزارت کې اصلاحاتو راوستو لپاره د بدلون او تبدیلۍ پروسی سره تړاو کې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل – د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د جلالتمآب جمهور رئیس په منظورۍ؛په کوېټ، قطر،ایران، روسېې، ترکېې، یونان، جرمني او اسپانیاهېوادونو کې استوګن د افغانستان اسلامی جمهوریت (۸) تنه سفیران او په پښاور کې د افغانستان جنرل قونسول، د تقاعد قانون له مخې تقاعد ته سوق شول.

همدغه راز د بهرنیو چارو وزارت د جلا وړاندیز له مخې او دجلالتمآب جمهور رئيس په منظورۍ، د دې وزارت (۱۶) تنه کارمن د خدمت دورې د بشپړیدو په نسبت، قانون سره سم متقاعد شول.

د بهرنیو چارو وزارت پداسی حال کې چې یاد شویو ډېپلوماټانو او کارمنو له کاري دوري، هلو ځلو او  ډېرو وړ خدماتو څخه قدرداني کوي، راتلونکی ژوند او د تقاعد په پړاو کې چې یوه له ویاړنو ډکه مرحله ده ، لوی څښتن څخه هغوی ته د بشپړې روغتیا او بریالیتوبونو هیله کوي.

له بلې خوا، د اصلاحاتو راوستو او وړ او پیاوړو کسانو ته د کار سپارلو په خاطر، د ډېپلوماتیکو او قونسولي قوانینو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس د حکم له مخې¸ د بهرنیو چارو وزارت هغه شمېر کارمن چې(۴۵) کلنۍ عمر ېې بشپړ کړی دی او د بکلوریا سند لري اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو محترم کمیسیونه سره په همغږۍ کې د کاردوام لپاره نورو دولتي بنسټونو ته تبدیلیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ژمن دَی څو اړوند بمنسټونو او دولتي مسئولینو سره په همغږۍ کې، مسلکي، تحصیلګړو او وړ  افرادو په استخدامولو سره ، د هېواد د ډېپلوماسۍ دستګاه ځواکمنه کړي.

Read 387 times
Go to top