سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸، ۰۹:۰۸ پس از چاشت به وقت محلی کابل

په ایران کې د ترهګریز برید په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت په اهواز ښار کې پر نظامي پريډ ترهګریز برید چې په پایله کې يي د دغه هېواد لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي.

د بهرنیو چارو وزارت د دغه پیښې له امله د ایران دولت او ولس ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندي کوي او ټپیانو ته د څښتن تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.

 

Read 579 times
Go to top