سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸، ۰۴:۵۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د اسلام د ستر پیغمبر په نوم له سپکاوي ډکو انځورونو د جوړولو سیالۍ رامنځ ته کولو لړۍ په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

کابل –  د نړۍ مسلمانانو د ګران او محبوب پیامبر حضرت محمد(ص) په هکله د سپکو انځورونو جوړولو،خپرولو او نشرولو لپاره د سیالۍ ترسره کول، نه یوازې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت او ملت د ژورې خواشېنۍ او تاثر لامل ګرځېدلې، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو او آزاد خیالو د احساساتو د پارولو لامل هم شوی دَی.

ټولو ادیانو او بشري سپېڅلو ارزښتونو ته سپکاوۍ ناوړه او سپک کار دَی؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه نا انساني، ډېر ټيټ او اخلاقي او بشري حقونو او د بیان آزادۍ له  منل شویو اصولو او معیارونو سره د مخالف عمل سخته غندنه کوي.

 مونږ په ملګرو ملتونو کې له مسئولو بنسټونو او له نړیوالې ټولنې څخه په ځغرده غواړو څو له هغو کړنو څخه چې د ادیانو د پیروانو ترمنځ د کرکې او بلوا سبب ګرځي، مخنیوی وکړي.

 

Read 721 times
Go to top