جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۸:۰۳ پس از چاشت به وقت محلی کابل

د مسکو ناستې د پيل په باب د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

۱۳۹۷ لمریز کال د لړم ۱۸مه

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د هر هغه هېواد ستاینه کوي چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي، او همداراز د سولې په بهیر کې د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت ټینګار کوي.

د مسکو نننۍ ناسته، د مسکو د مخکینیو ناستو (مسکو فارمټ) په تعقیب ناسته نه ده چې د خپلواکو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې او د افغانستان حکومت هم په کې ګډون درلود، بلکې په نننۍ ناسته کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.

د تاشکند ناستې او کابل بهیر د اصولو او پرېکړو پر اساس باید افغان حکومت او طالبان په مستقیم ډول له یو بل سره د سولې خبرو اترو ته کېني. مونږ د سولې بهیر د څرنګوالي میکانیزم په باب د کابل او تاشکند ناستو پر منل شویو اصولو، چې د ملي او نړیوالې اجماع پر اساس رامنځ ته شوي، ټینګار کوو

د روسیې هېواد په کوربه توب، د سولي عالی شورا د یو غیر دولتي او په ورته وخت کې د یو ملي بنسټ په توګه په دغه ناسته کې ګډون کوي څو د نېغ په نېغه خبرو اترو د پیل پر لارو چارو بحث وکړي.

د افغانستان او روسیې ترمنخ د شوې تفاهم پر اساس، د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت هیله من دی چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي او طالبانو ته باید اجازه ورنکړل شي چې له دغه ناستې څخه د وسیلې یا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.

Read 216 times
Go to top