جمعه ۲۸ جدی ۱۳۹۷، ۰۷:۲۹ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

په اندونيزيا هېواد کې د سونامي په اړه د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په اندونيزیا هېواد کې د رامنځ ته شوې سونامي پېښې له امله چې په ترڅ کې يي د دغه هېواد سلګونه وګړي مړه او ټپيان شوې، خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د اندونيزيا دولت او خلکو ته د تسلیت په وړاندي کولو سره د پېښې د قربانیانو کورنیو او دوستانو ته جمیل صبر او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هېله کوي.

Read 95 times
Go to top