دفتر سخنگو و ریاست اطلاعات عامه

د ویاند د ژوندلیک لنډیز

  • آقای گران هیواد
  • سخنگو و رئیس اطلاعات عامه
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
  • @GranHewad

ښاغلی ګران هېواد د یوې متوسطې کورنۍ تر ټولو کشر او یواځينی ځوی دی چې په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د بغلان ولایت د پلخمري په یو لرې پراته کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
نوموړي د یوې لنډې مودې لپاره د افغانستان امریکایي پوهنتون (AUAF) د اطلاعاتو برخې د رئیس په توګه دنده ترسره کړې. له دې وړاندې یې د افغانستان د څېړنې او ارزونې په اداره (AREU) کې د څېړنې مدیر او د افغانستان د تحلیلګرانو په شبکه (AAN) کې د څېړونکي په توګه کار کاوه. وروسته يي د جېنېوا کال (Geneva Call) په دفتر کې د افغانستان پروګرام د مدیر په توګه دنده ترسره کړه. له دغو ټولو دندو څخه وړاندې، نوموړي د ولسي جرګې په دارالانشاء کې د اجرایي مسؤول په حېث دنده ترسره کوله. ښاغلی هېواد د دیارلس کلنې کاري تجربې په درلودلو سره، اوسمهال د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او عامه اړیکو د رئیس په توګه کار کوي.
هغه د کابل پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې لیسانس سند ترلاسه کړی او د سولې، پرمختیا او کړکېچ په برخه کې يې د اتریش هېواد په انسبرک (Innsbruck ) پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي.
نوموړي واده کړی او دوه لورګانې لري.