پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹، ۰۱:۳۶ پیش از چاشت به وقت محلی کابل

د امریکا، افغانستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزې ناستې ګډه اعلامیه

||| ||| |||

د دغې اعلامیې متن د افغانستان امریکا او ازبکستان دولتونو له لورې د دې هیوادنو ترمنځ د درې اړخیزه ناستې په افتتاحیه غونډه کې خپور شوی دی.

د متن پیل:

د امریکا متحده ایالاتو دولت، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ازبکستان جمهوري هیواد استازي د مې میاشتې په ۲۷ نیټه د ویدیوکنفرانس له لارې د افغانستان امریکا او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته پرانیسته. غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین دیوید هیل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په ګدون رهبري شوه.

د غونډې ګدونوالو د درې اړخیزو خبرو اترو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري پرمختګ باندې بحث وکړ. د ګډونوالو د بحث عمده موضوعات په لاندې ډول وو:

  • دریواړه هیوادونه په خپلو کې د همکاریو د پراخیتا په برخه کې ژمنه وکړه، د سیمې په هیوادونو او نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې، د افغانستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب سره د جګړې د پای لپاره د بادوامه سیاسي جوړجاړې څخه ملاتړوکړي،
  • د مې ۱۷ نیټې د سیاسي هوکړه لیک هرکلی چې د ټول شموله دولت او ملي مصالحې د عالی شورا جوړیدل یې بشپړ کړل چې دواړه به د سولې د بهیر د لا چټکوالي په برخه کې مرسته وکړي،
  • د بین الافغاني مذاکراتو په عاجل پیل ټینکار ترڅو پکې د افغانستان راتلونکي لپاره د سیاسي لارې پر نقشې او هراړخیز اوربند په اړه بحث وسي،
  • د اختر په ورځو کې د تاریخي اوربند او پدې اوونۍ کې د طالبانو د بندیانو خوشۍ کیدو ته د چټکتیا په تړاو چې تر ۹۰۰ ډیر بندیان خوشۍ شوي هم په کې شاملیږي، د افغان رهبرانو د پریکړې څخه هرکلی چې د فبرورۍ ۲۹ هوکړه لیک سره سمون لري،
  • د واړه لورو هڅول تر څو د اختر د ورځو په شان اوربند وغځوي، او د کرونا څخه د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره، اړتیا دې ته چې افغانستان د اوربند څخه مخکې د تاوتریخوالی هغه لوړه کچه زغملی نشي او دې ملکي افرادو د تلفاتو مخنیوی.
  • د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ ۲۹ هوکړه لیک ته په پاملرنې سره د افغانستان دولت او طالبانو پر ژمنې باندې تاکید کوي چې نور افغانستان د ترهګرو افرادو او ډلو په شمول د القاعدې او داعش د فعالیتونو لپاره نه کاریږي، تر دې دمه، دې موخې ته د رسیدلو لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو او نړیوال ملګرو قربانۍ د ستاینې وړ دي.

د دریواړه هیوادونو د اوسیدونکو اړتیاوو ته په کتو سره ګډونوالو د کرونا ویروس په دوران کې په لاندې ضروري مواردو باندې هوکړه وکړه: له روغتیايي ناورین سره د مبارزې لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار، د روغتیایی درملو او تجهیزاتو، د خوارکي او لمړنیو ضروری توکو د تګ راتګ په موخه د پولو خلاص ساتل.

د درې اړخیزې ناستې په چوکاټ کې ګدونوالو د لومړیتوبونو پر بنسټ لاندې ساحو کې د همکاریو پر لا پراختیا تاکید وکړ:

  • د افغانستان او ازبکستان پولې سره د کډو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د امنیتي همکاریو پراختیا او ګډې هڅې، همدا شان د ترهګرۍ، د مخدره توکو قاچاق، د انسان قاچاق، غیرقانوني کډوالي او په سیمه کی د ژویو د قاچاق د مخنیوي لپاره د همکاریو پراختیا.
  • د ریل پټلۍ اتصال او پراختیا، د افغانستان ازبکستان او د نورو هیوادو سره پرته له ځنډه د خوراکي توکو، لمړنیو ضروری توکو، طبي تجهیزات او په تیره بیا د کرونا په شرایطو کې د روغتیایی موادو په ترانزیت او لیږد کې زیاتوالی،

د افغانستان ازبکستان قزاقستان درې اړخیزې موافقتنامې د لاسلیکیدو په شمول د د سیمه ییزې همپالنۍ تزانزیت پراختیا،

  • په قانوني چوکاټونو باندې په بیاکتنې او پراختیا، په پالسیو کې اصلاحات، د معلوماتو تبادلې، د منظم ټکنالوجئ په استفادې  ریسک مدیریت، پر بشري منایع او بنسټيزو برخو باندې پانکونې او په ترمز پوله کې د محدودیتونو په رفع کولو سره په شمول د آزد اقتصادي زون د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرئ پراختیا،
  • د هغو ریل پټلیو پر جوړښت پحث چي ازبکستان د پاکستاني له تجارتي بندرونو او نورو هیوادونو سره تړي. په تیره بیا د هغې ریل پټلۍ د جوړولو پر عملي مطالعې بحث چې مزارشریف- هرات- بهرامچه او مزار شریف- کابل – تورخم سره نښلوی،
  • د خوراکي موادو خوندیتوب باندې د کرونا وایرس د اغیزو کمول،
  • د انرژۍ له سیمه ییزو پروژ څخه ملاتړ لکه، کاسا ۱۰۰۰، ( د مرکزي او جنوبي آسیا د انرژۍ د لیږد او سوداګرۍ پروژه) کریم یا( د مرکزي آسیا دسیمه ییزې انرژۍ مارکیت) ټاپي او د پلخمري سرخان دریا د انرژۍ ۵۰۰ کیلو واټ لاین د انتقال د پروژو تطبیقول،
  • د ولسي فرهنګي تبادلې لپاره د فرصتونو برابرول په ترمز کې د افغان تریننګ مرکز په شمول،
  • د دواړو ولسونو ترمنځ د بشردوستانه اړیکو او نږدیوالی لوړتیا په اوسنیو شرایطو کې د کرونا ویروس سره د مبارزي په برخه او په راتلونکې کې د صحي او طبیعی ناورینونو سره د مبارزې په لار کې،
  • د ښځو د حقونو د برابروالی او د هغوی د اقتصادي بسیاینې ترویج چې وشي کولای د کرونا ناورین د اغیزو د کمولو او د هغوی پر وړاندې د غبرګون په برخه کې رغنده ونډه واخلي،
  • او د دغې درې اړخیزې ناستې د پریکړو د پلي کیدو لپاره د یو کاري ګروپ جوړول،

ګډونوال هیله لري چې د روغتیايي شرایطو په ښه کیدو سره به دا مسایل په مخامخ جلساتو کې څیړي او دغه پریکړې به عملي کړي.

Go to top