Print this page

په جینیوا کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني پرانیستونکې وینا

په جینیوا کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې  د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني پرانیستونکې وینا
په جینیوا کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې  د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني پرانیستونکې وینا

۱۳۹۷ د لیندۍ ۷مه

بسم الله الرحمان الرحیم

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد آشرف غني،

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال جلالتمآب ډي کارلو،

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله،

د سویس کنفدراسیون د بهرنیو چارو فدرالي ادارې رئیس جلالتمآب ایګنازیو کاسیس،

جلالتمآبانو، ښاغلو او آغلو،

ډېر خوښ یم چې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو زیرانو په دغه کنفرانس کې تاسو ټولو ته هرکلی وایم، د جینیوا په ښکلې ښار کې نن مونږ دلته د دې لپاره راټول شوې یو څو د دوامدارې ملګرتیا د یو نوې پړاو لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کړو.

اجازه راکړۍ چې د ملګرو ملتونو څخه د دغه کنفرانس د ګډ کوربه توب له امله مننه وکړم. د خپل نږدې ملګري سفیر یاماماتو او د هغه د ټیم څخه هم د زړه له کومې مننه کوم چې د دغه مهمې ناستې د برابرولو زمینه يې برابره کړه.

همداراز، له تاسو ټولو څخه په دغه مهمه نړیواله غونډه کې د ګډون له امله هم مننه کوم چې په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ پر ملاتړ مو د ثابتو همکاریو په وړاندې خپلې دوامدارې ژمنې بیا نوې کړي.

د جینیوا کنفرانس زمونږ د ګډ سفر په برخه کې د پرمختګ یو بل مهم ګام دی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ترلاسه کولو په اډانه کې زمونږ د لاسته راوړنو او ننګونو د بحث لپاره یو غوره فرصت برابروي.

ښاغلو او آغلو،

زمونږ خلکو په بیا بیا د ډيموکراسۍ په وړاندې خپلې ژمنې ثابتې کړې. دوی په وروستیو پارلماني ټاکنو کې د خپل پراخه ګډون له لارې او د رايې اچونې لپاره د خپل ډیموکراتیک حق څخه د ګټې اخیستنې لپاره په ساعتونو انتظار او د خپل ژوند له خطر سره په مخامخ کولو وښوده چې د ډیموکراسۍ پر وړاندې څومره ژمن دي.

د یو بل مهم لومړیتوب په توګه، د جلالتمآب محمد آشرف غني په لرلید کې د ورکړل شویو توضیحاتو سره سم، او د کابل بهیر او نورو تعقیبي ناستو د هلو ځلو په مرسته، د سولې بهیر حرکت د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې چټکتیا موندلې.

د افغانانو د رهبرۍ او مالکیت تر چتر لاندې اوسني کړکیچ ته د سوله ایزې حل لارې پيدا کولو لپاره زمونږ هوډ لا هم غښتلی دی.

د سولې او پرمختګ ترمنځ د اړیکې او د سولې بهیر تر چتر لاندې د وروستيو حرکتونو په پام کې نیولو سره، ننۍ کنفرانس هم د سولې پر امکاناتو او لرلید تمرکز کوي.

لکه څرنګه چې مونږ د کنفرانس په اجنډا کې وینو، مونږ به د سولې پر هلو ځلو لنډه رڼا واچوو. د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله به پر هغو څرګندو او ښکاره بحثونو خبرې وکړې چې نن سهار مو د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو ملګرو سره پرې بحث وکړ.

ښاغلو او آغلو،

ننۍ کنفرانس مونږ ته دا زمینه هم برابروي څو پر هغو موضوعاتو خبرې وکړو چې په کومه اندازه  مو خپلې ګدې ژمنې پلې کړې چې پرځان بسیا افغانستان پر لور مو د بروکسل په کنفرانس کې کړې وې، او همداراز نور هغه اهداف تره کومه حده ترلاسه شوې چې افغان حکومت يې د روان کال په پیل کې، جینیوا کنفرانس ته له ورتګ څخه مخکې ژمنې کړې وي.

تمه کېږي چې د دې کنفرانس په څنډه کې ترتیب شوې بیلابیلې ناستې به له مونږ سره مرسته وکړي څو په دې برخه کې د لاسته راوړنو او ننګونو په باب خبرې وکړو.

ښاغلی قیومي به د سهارنۍ ناستې په لړ کې تاسو ته د اصلاحاتو اجنډا او همداراز زمونږ د ودې ستراتیژۍ په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو په باب رڼا واچوي.

لکه څرنګه چې د دې کنفرانس لپاره چمتو شوې د پرمختګ راپورونه څرګندوي چې د اقتصادي ودې، مالي اصلاحاتو، د خصوصي سکتور پرمختګ، خدماتو رسونې او سیمه ایزې نښلونې په ګدون،  افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

خو بیا هم، دا او دې ته ورته نورې برخې د افغان حکومت جدي هلو ځلو او د جینیوا د دوه اړخیزه حساب ورکونې چوکاټ تر چتر لاندې په ګډون چې نن به يې مونږ تصویب کړو، د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

په دې برخه کې، زمونږ د پراختیايې ستراتیژۍ او زمونږ د ملي لومړيتوب پروګرامونو سره سم د نړیوالو مرستو اغیزمنتیا او لاډېره همغږي مهمه ګڼل کېږي.

ښاغلو او آغلو،

نن ورځ مونږ پر سیمه ایزو اقتصادي همکاریو او اتصال هم تمرکز کوو، دا هغه برخې دي چې د بروکسل کنفرانس راهیسې د بډو هلو ځلو او ژمنو پرمختګونو شاهدان دي.

هغه اسناد چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا چمتو شوي، د سترو سیمه ایزو پروژو لکه ټاپي، کاسا ۱۰۰۰، پنځه اړخیزه ریل پټلۍ، د لاجوردو لار، د چابهار دهلیز او د ورېښمو ډيجیټلي لارې په برخو کې د پام وړ پرمختګونه په ګوته کوي- دا هغه څه دې چې یو وخت ورته د خیال په نظر کتل کېدل خو اوس په حقیقت بدلیدونکي دي.

دغه طرحې د افغانستان محوره سیمه ایزو همکاریو چوکاټ یعني ریکا او د آسیا زړه- استانبول بهیر په ګډون زمونږ د پراخو هلو ځلو یوه برخه تشکیلوي، څو وکولای شو په پراخه سیمه کې د موجودو اقتصادي فرصتونو له پوتانسیل څخه بشپړه ګټه واخلو.

قدرمنو ګډونوالو،

په پای کې، د فرصت څخه په ګټه اخیستنې غواړم د ټولو ملګرو او همکارانو څخه د جینیوا کنفرانس اعلاميې د نهائي کولو په برخه کې د دوی د فعاله همکارۍ څخه مننه وکړم چې له مخې يې د اوږد مهاله مشارکت پر وړاندې نن ورځ مونږ خپلې ژمنې بیا نوې کوو اوله مونږ سره د خپلو ګډو موخو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي څو یو سوکاله او ښېرازه افغانستان ولرو.

مونږ هغو ژمنو ته خوشحاله یو چې نن ورځ يې تاسې له مونږ سره کوي او

مونږ د هغو ژمنو لپاره له تاسو څخه مننه کوو چې نن ورځ يې له مونږ سره کوۍ او په راتلونکې کې زمونږ د ګټو موخو پر لور زمونږ په دوامداره سفر کې زمونږ سره ولاړ یاست.

مونږ هیڅ شک نه لرو چې په دغو هلو ځلو کې زمونږ ګده بریا به د سیمه ایز ثبات په ښه کولو او د نړیوالې سولې او ثبات په برخه کې له مونږ سره  مرسته وکړي.

مننه!

Read 396 times