دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹، ۱۲:۰۶ پس از چاشت به وقت محلی کابل

کابل –  د "سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا" تر عنوان لاندې نړیواله مشورتي غونډه د افغانستان د حکومت په نوښت سره جوړه شوه چې د ملګرو ملتونو ، اروپایي ټولنې او ناټو په ګډون د متحده ایالاتو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې د ویډیویي اړیکې له لارې پکې ګډون وکړ.

د کنفرانس پرانیستې ویناوال د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب محمداشرف غني او د کنفرانس مدیریت د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر پر غاړه درلود. پداسې حال کې چې د کنفرانس پای وینا د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا وشوه.

سربیره پردې، ګډونوالو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړه باندې رضایت وښود او د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه. همدارنګه، دوی د تاوتریخوالي په کچه کې کموالي، د ملکي تلفاتو د پای ته رسولو، د بشپړ اوربند او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل غوښتنه یې وکړه.

ګډونوالو د بین الافغاني سولې خبرو اترو کې د ښځو اغیزمنه او فعاله برخه اخیستنه غوره او ګټوره وبلله او یو ځل بیا یې په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي ترڅو د پام وړ تاوتریخوالي کم کړي، دولتي بندیان خوشې کړي او د سولې خبرو پیل لپاره چمتووالی ونیسي. د سولې خبرو اترو په پایله کې، برخه اخیستونکو د اسلامي جمهوریت د نظام ساتنې او پیاوړتیا، د تیرو دوه لسیزو ترلاسه شویو ارزښتونو او لاسته راوړنو او تل پاتې سولې رسیدو ته ټینګار وکړ.

ګډونوالو د یو متحد افغانستان، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او تلپاتې سولې په برخه کې او د ژینوا کنفرانس په لاره اچولو کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ. همدارنګه، د سولې خبرو اترو له پای ته رسیدو وروسته یې د افغانستان په بیا رغونه کې د مرستې لپاره خپل چمتووالي اعلان کړ. سربیره پردې، دوی پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې د ښې حکومتدارۍ په برخه کې په نړیوال مکلفیتونو باندې عمل وکړي.

ګډونوالو په پای کې د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان د سیمه ایزې اجماع مشورتي ناستې بحث شویو موضوعاتو څخه چې د چنګاښ ۱۶ نیټې د ۱۳۹۹ کال ترسره شوي خوښي وښوده او دداسې نړیوالې ناستو بیاځلې ترسره کولو غوښتنه یې وکړه.

کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې میرمن دبوره لیونز سره ولیدل او په بیلابیلو مسایلو یی ورسره خبرې وکړې.

دواړو غاړو د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په نږدې راتلونکې کې د جوړیدونکې غون‌ډې او همداراز د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک د پلي کولو په تړاو د وروستیو پرمختګونو، چې پکې د تاوتریخوالي کمول، د سیمه ایزې اجماع او تفاهم لپاره د روانو هڅو، د سولې د بهیر، بشر دوستانه اوربند لپاره د افغانستان د ملاتړو هېوادونو د همکاریو جلب، د قید او شرط پرته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د آزادولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خبرو پر مهال له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د بهیر د بریا او د سیمه ایزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې د هڅو ستاینه وکړه او هیله یی څرګنده کړه چې دغه هڅې به د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل سبب شي.

کابل –  د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، محمد حنیف اتمر په کابل کې مېشت د آلمان فدرال جمهوریت سفیر، ښاغلي پېتر پروګل سره د مخه ښه ویلو په موخه ولیدل.

د دې تر څنګ چې ښاغلي اتمر، ښاغلي پروګل ته په افغانستان کې د سفیر په توګه په بریالیتوب سره د ماموریت د بشپړولو په پار مبارکي وړاندې کړه، نوموړي لپاره یې د لا بریاوو هیله وکړه. دا راز په افغانستان کې د ښاغلي پروګل د ماموریت په دوره کې یې د هغه له کارونو څخه په ځانګړې توګه چې په تېر کال کې یې د بین الافغاني دیالوگ د تنظیمولو په برخه کې کړي وو، ستاینه وکړه او نوموړی یې د افغانستان اسلامي جمهوریت د خلکو ملګری وبله. وروسته، ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې سره، د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د اروپایي ټولنې (اتحادیې) د شورا له بې ساري اعلامې هرکلی او ستاینه وکړه.

ښاغلي پروګل هم د رضایت په وړاندې کولو سره په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوره کې د المان سفارت سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوامداره ملاتړ او همکارۍ نه مننه وکړه.

په پای کې ښاغلي اتمر د آلمان فدرال جمهوریت څخه په دې دلیل مننه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې او په ځانګړي ډول د کویډ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې او د افغانستان د سولې بهیر په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

کابل – ایران اسلامي جمهوریت څخه د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته د رارسیدلو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د انتظامي ځواکونو له خوا د افغانستان د اتباعو سپرلۍ موټر، په نښه شوی او په دې المناکه پیښه کې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رامنځته شوې پیښه خورا خواشینونکې ګڼي او په دې اړه د جدي پلټنو غوښتونکی دی.

په تهران کې د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفیر، عبدالغفور لېوال، پرون او نن د دغه هیواد د یزد ولایت له دولتي چارواکو سره کتلي او د افغانستان د اتباعو د سپرلۍ موټر د سوځیدو او په نښه کیدو غمجنې پېښې په اړه یې هر اړخیزه څیړنه او پلټنه په جدي توګه تر لاس لاندې نیولې ده.

د یادو لیدنو په ترڅ کې د یزد ولایت حکومتي چارواکو منلې چې د ایران انتظامي ځواکونو له خوا د افغان اتباعو د سپرلۍ موټر ویستل شوې او ډاډ یې ورکړی چې د یادې پیښې مسببین به د عدلي او قضایي بنسټونو له لارې تعقیب او پیښې ته به د قانون په رڼا کې هر اړخیزه رسېدنه وشي.

په ایران کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر د دې تر څنګ چې د پېښې له ټپیانو او ژغورل شویو سره له نږدې لیدلي، د هغوی اندېښنې او خبرې یې اورېدلې او اړینې مرسته یې ورسره کړې دي.

همدا راز، نوموړي د پېښې له ځایه لیدنه کړې، د مړیو روح ته یې د دعا ترڅنګ، د جسدونو د ساتنې او لېږدولو په تړاو یې اړین تدابیر ترسره کړي دي.

په ایران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د پلټنې او ارزونې د پایلو له رارسېدو وروسته به د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، له ایراني لوري سره د نږدې کار کولو له لارې، د دغه دردونکې پیښې په اړه هر اړخیزه اقدامات ترسره کړي.

کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د فدراتیفې روسیې له نوي سفیر ښاغلي دمیتري ژیرنوف سره د پیژندګلوی لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست‎‎، ښاغلي ژیرنوف ته د ښه راغلاست ویلو او په چارو کې د بریالیتوب هیلې څرګندونې ترڅنګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د نوي سفیر د کار پیل سره به د دواړو هیوادونو اړیکې لا پیاوړي سي. ښاغلی اتمر د دواړو هیوادونو دوستانه اړیکو باندې په ټینګار سره په سیاسی، امنیتی، اقتصادی او فرهنګی چارو کې د همکاریو پر پراختیا په تفصیل سره خبرې وکړې.
ښاغلی ژیرنوف د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو په یادونۍ سره د بهرنیو چارو وزیر ته د دواړو هیوادونو تر منځ د‌ اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ ‌‌‌‌‌‌‌ورکړ. هغه وویل چې د خپل ماموریت په دوران کې به هڅه وکړې ترڅو د دواړو هیوادونو اړیکې لاپراخې سي.

کابل – د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې د وروستۍ پیښې د حقیقت موندنې په موخه له ایران سره د پيل شويو مذاکراتو په لړ کې د پیښې په سیمه کې د دواړو هیوادونو د سرحدي کمیسارییو د مسوولینو په کچه د څیړنو پر پیل هوکړه وشوه. ټاکل شوې دغه څیړنې سبا ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۳۵ هـ ل اړوند د افغانستان او ایران د سرحدي کمیسارانو د تړون پر بنسټ پیل شي.

د دواړو هېوادونو د سرحدي کمیسارییو په کچه د څیړنو پیل او حقیقت موندنې به د پیښې د څرنګوالي د تشخیص او عدالت د تامین له پاره لاره هواره کړي.

د افغانستان حکومت به دغه پیښه به د عدالت تر تامینیدلو پورې په ټول قوت سره و څیړي.

کابل- د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر نن غرمه له ښاغلي هایکو ماس د جرمني هیواد بهرنی چارو وزیر سره د ټلیفونې اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړۍ.

ښاغلي هایکو ماس ښاغلي اتمر ته د نوې دندې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د دوه ملتونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به یو بل سره همکاري وکړي. وروسته،  ښاغلي اتمر د خپل سیال څخه په مننې سره هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو د تاریخي او ژورو اړیکو څخه د افغان سولې په بهیر کې اغیزمنه ګټه پورته سي.

د دغې اړیکې په ترڅ کې دواړو لورو، د سولې په تړاو پر وروستیو خبرواترو، د سمیه ییزې اجماع په برخه کې هڅې، د سولې په بهیر کې د افغانستان د دوستو هیوادونو د ملاتړ د جلبولو څرنګوالی، د بشردوستانه اوربند رامنځ ته کیدلو، له قید او شرطه پرته د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د دولت او طالبانو د بندیانو پر خوشۍ کیدلو خبرې وکړۍ.

د خبرو په لړ کې، دواړولورو د کورنا ویروس په دوران کې د افغانستان او جرمني ترمنځ د اړیکو پر تقویت او همدارنګه د جینوا کنفراننس چې ټاکل شوې ده سږ کال په مني کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په اجندا سره ترسره شي، خبرې وکړۍ.

په پای کې، ښاغلي اتمر د  افغانستان د خلکو او دولت سره په بیلابیلو برخو په تیره بیا د سولې په بهیر کې د جرمني هیواد د دوامدارو مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او د لا همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

کابل – محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو نوماند او سرپرست وزیر په شمالي امریکا او اروپایي هیوادونو کې افغان سفیرانو او جنرال قنسولانو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. په دغه ناسته کې چې د وزارت مرستیالانو او د سیاسي څانګو رییسانو شتون درلود په بیلابیلو موضوعاتو باندې بحث وشو.

ښاغلي اتمر د بهرني سیاست د تدوین او دیپلوماسۍ پیاوړتیا د اړتیا ترڅنګ، دننه او بهر کې د میشتو افغانانو ستونزو ته د رسیدګۍ په هکله خبرې وکړې. د خبرو په بهیر کې د کرونا ویروس څخه زیانمنو افغانانو ته ځانګړۍ پاملرنه، افغان محصلین، او په هغو هیوادونو کې د میشتو افغانانو وضعیت په هکله خبرې وشوې. ښاغلي اتمر سفیرانو او جنرال قنسولانو څخه غوښتونه وکړه تر څو په دې حساسو شرایطو کې افغانانو سره د اړیکو لپاره فعال او د لاسرسي وړ پاتې کی سي، د قنسولي خدماتو د وړاندې کولو لپاره هر راز چمتووالی ولري او د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د کوربه هیوادونو له تجاربو څخه ګټه واخلي.

وروسته، ښاغلي اتمر د کرونا سره د مبارزې لپاره د کوربه هیوادونو د روغتیايي مرستو په جذبولو باندې خبرې وکړې او سفیرانو ته یې لارښونه وکړه ترڅو د کرونا ویروس د مهارولو لپاره د کوربه هیوادونو څخه د روغیتایي تجهیزاتو مرستې جذبولو په موخه هراړخیز زیار وباسي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اقتصادي همکاریو له معین څخه غوښتنه وکړه ترڅو د روغتیا وزارت او کرونا سره د مبارزې د کمیټې سره د همغږۍ په برخه کې سفیرانو سره مرسته وکړي ترڅو د مرستو جذبولوحڅې اغیزمنې تمامې سي. همداشان هغه بهر کې میشتو افغانانو سره د کوربه هیوادونو مرستو ته په اشارې سره سفیرانو ته وویل چې  د ده د مننې مراتب د کوربه هیوادونو مقاماتو ته ورسوي او له کورونا سره د مبارزې په چارو کې د بریا هیله ورته وکوي.

ښاغلي اتمر د سفیرانو او جنرال قنسولانو د کارونو او خدماتو په اړوند د ورکړل شویو اطلاعاتو څخه مننه وکړه او په دغو هیوادونو کې یې د دوی دیپلوماتیک فعالیتونه او له افغانستان څخه فعاله نماینده ګۍ څخه مننه وکړه. ښاغلي اتمر د بهرني سیاست لومړیتوبونو په هکله زیاته کړه چې د سولې په اړوند نړیواله اجماع، د بشري اوربند تامین د زیانمنو خلکو ته د مرستو رسولو په موخه، سولې ته د رسیدو لپاره د بندیانو خوشې کیدل، د بی قید او شرطه مذاکراتو پیلیدل او کرونا سره د مبارزې په موخه د کوربه هیوادونو د ملاتړ جلبولو ته لمړیتوب ورکول سي.

کابل –  دا ناستې چې د ښاغلي محمد حنیف اتمر په حضور کې جوړې شوې، د بهرنیو چارو وزارت مربوطه سیاسي شعباتو د رئیسانو او په حضوري توګه د ویدیو کنفرانس له لارې افغان سفیرانو په ایران، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، چین او شارژدافیرانو په هندوستان او عربي متحده اماراتو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود. 

په دې ناستو کې چې په جلا جلا توګه تر سره شوې په نوموړو هیوادونو د افغان وګړو پر ستونزو، تجارت او ترانزیت پر پراختیا او نوموړو هیوادنو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په رڼا کې د افغانانو پر ستونزو مفصلې خبرې وشوې.

د کرونا د ناروین له امله په ایران، پاکستان، هندوستان او چین کې میشتو افغانانو او سوداګرو ته د ورپیښو ستونزو او حل لارو په اړه ځانګړې پریکړې وشوې. ښاغلي اتمر له اړوندو افغان سفیرانو څخه وغوښتل چې د ستونزو څرنګوالی او حل لارې په دقت سره وڅیړي او ژر تر ژره حل لارو په اړه یې د بهرنیو چارو وزارت اړوندو څانګو سره خپل مالومات او وړاندیزونه  شریک کړي. 

د سوداګرۍ، ترانسپورټ او ترانزیټ پر مواردو د اساسي بحث ترڅنګ له هندوستان څخه د ایران له لارې د ۷۵ زره ټڼه مرسته شویو غنمو د انتقال په اړه په ایران او هندوستان کې سفیر او شارژدافیر ته ځانګړې لارښونې وشوې. په ایران کې د افغان زندانیانو او د هغو افغان ماشومانو د برخلیک په اړه هم تصامیم و نیول شول چې د ایران د حکومت لخوا د سړک له غاړو له راټول شوي دي. په هند کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل او په ایران او متحده عرب اماراتو کې د افغان کارګرانو د ستونزو د حل د پیدا کولو په هکله مفصل بحث وشو او لازم هدایات صادر شول. د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د افغان سوداګرو پر ستونزو او د لومړنیو خوراکي توګو پر پیرلو او هېواد ته د هغوی پر رالیږدولو بحث وشو په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه له اړوندو بنسټونه سره د بیړنیو همغږیو لارښوونه وشو.

په دې ویدیو کنفرانسونو کې له کرونا سره د مبارزې پر اساسي لارو چارو او د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه د چین له تجربو څخه پر ګټه اخیستو خبرې وشوې. په چین او هندوستان کې سفیر او شارژدافیر ته سپارښتنه وشوه چې له افغان وګړو سره د دومداره اړیکو د ساتلو میکانیزم ایجاد کړي. همدارنګه په چین کې د طبی او حفاظتي لوازمو څرنګوالی تشخیص او د افغانستان د روغتیا وزارت او کرونا سره د مبارزې کمیټې له لارې د اړوندو توګو د خریدارۍ او انتقال زمېنه برابره کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر له سفارتونو سره په خبرو کې د خپل منځي همغږیو پر پیاوړتیا او د د اړتیا له مخې د مهمو مواردو د لا څیړنې لارښوونه وکړه.

ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو له معین څخه وغوښتل چې د پریکړو له تطبیق څخه څارنه او له مربوطه دولتي نهادونو سره همغږي وکړي.

کابل – نن له غرمې وروسته د یوې داسې غونډې په ترڅ کې چې د ملي شورا غړي، د دولت لوړ پوړې چارواکې او د بهرنیو چارو وزارت رییسانو پکې ګډون درلود، ښاغلی محمد حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه وپیژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتو  په تلاوت سره پیل شوه او وروسته محمد هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د یوې لنډې وینا په ترڅ کې  بهرنیو چارو وزیر ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او په چارو کې یې د بریالیتوب هیله ورته وکړه.

وروسته، ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت کې په خپل کاري لومړیتوبونه، معاصر دیپلماتیک اصولو سره سم د بهرنیو چارو وزارت د کارکونکو د ظرفیت لوړوالي، سولې ته د لاسرسي، د جمهوریت د ټیکاو په موخه نړۍ او سیمې هیوادونه سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا او د هیواد د بهرني سیاست په اساسي کرښو باندې بیا کتنه، موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

همدارنګه،  د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د دې وزارت د پخواني رهبرۍ پلاوي  او کارکونکو له خدماتو او لاس ته راوړنو څخه مننه وکړه او وویل چې د بهرنیو چارو وزارت به پورته ذکرشویو مواردو ته د رسیدو لپاره او دا چې وروسته له سولې څخه افغانستان به بیا ننګونې او نا منۍ سره مخ نه‌شي، د هیڅ زیار څخه به ډډه ونکړي.

غونډه په هیواد کې د سولې او ټیکاو او د کرونا نړیوال وایرس څخه د افغانستان د خلکو د خوندیتوب په دعا سره پای ته ورسیده.

Go to top